د حقوقو پوهنځي محصلینو ته د مالیاتي قوانینو په اړه د پوهاوي سیمینار جوړ شو

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۱۴:۸
21

دغه سیمینار د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او ورپسې د مالیې وزارت کارکوونکو د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ته د مالیاتي قوانینو، طرزالعملونو، لارښوونو او سیستمونو په اړه معلومات او پوهاوی وړاندې کړ.

د مالیې وزارت د عوایدو ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي عبدالعلي نوري د خبرو په لړ کې محصلینو ته د هیواد په کچه د عوایدو د راټولولو ، حقوقي مسایلو او د هغې د اهمیت په اړه معلومات وړاندې کړل. وروسته د مالیې وزارت معین ښاغلي عبادالله درمل د محصلینو لپاره چمتو شوی پریزنټیشن وړاندې کړ، چې د دوی د پاملرنې وړ وګرځید.

دغه سیمینار د کابل پوهنتون د محصلانو چارو آمریت په همغږۍ جوړ شوی او په پام کې ده، چې په راتلونکي کې د نورو پوهنځیو د محصلینو لپاره هم په لاره واچول شي. د يادونې وړ ده، چې دغه سيمينار پخوا د اقتصاد پوهنځي د محصلينو لپاره هم جوړ شوى وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د علمي څېړنو د ډیټابیس د مدیریت سیستم پرانیسته وشوه

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو د چارو د ښه تنظيم لپاره د ډیټابیس د مدیریت نوی سیستم جوړ او معرفي شو. دا سیستم د دې پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي دوو محصلینو د خپلو استادانو په لارښوونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۹:۲۱
Background image

د علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د کابل پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي او "د افغانستان د  خبریالانو ملي کور" اتحادیې ترمنځ د علمي همکاریو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو، چې له مخې به یې د ژورنالېزم پوهنځي استادان. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۱:۸
Background image

نويو برياليو محصلینو ته ښه راغلاست او مبارکي

د کابل پوهنتون مشرتابه، استادان او کارکوونکي د ۱۴۰۴ شمسي کال د عمومي کانکور ازموینې له لارې دې ستر علمي بنسټ ته د بریاليو شویو محصلینو تود هرکلی کوي او دوی، د دوی درنو کورنیو، استادانو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.