د حضوري درسونو د پیل د تیاریو د ارزونې لپاره د کابل پوهنتون د رهبري شورا ناسته جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۱۶:۳۹
نع

د کابل پوهنتون رهبري شورا ناسته د روان کال د چنګاښ په ۲۲ نېټه د سې شنبې په ورځ د کابل پوهنتون رییس او مرستیالانو او د دې شورا د نورو غړو په ګډون د پوهنتون د غونډو په مرکزي تالار کې جوړه شوه.

دا ناسته، چې د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په ریاست جوړه شوې وه، د غیر حضوري درسونو د پرمختګ په څرنګوالي، د کابل پوهنتون د جوړښت په چوکاټ کې د لیلیو ریاست جوړولو څرنګوالي، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملیاتي واحد له لوري د پوهنتون لنډ سکېپ پروژې د پلي کېدو بهیر، د بهرنیو احتمالي دخالتونو پر وړاندې د پوهنتون د خپلواکۍ څخه ساتنه، د اختر تر رخصتیو وروسته د حضوري زده کړو لپاره د پوهنځیو تیاري او ... موضوعاتو باندې خبرې وشوې.

په دې ناسته کې د رهبري شورا د حاضرو غړو د بحث او نظرونو وروسته، چې په هغو کې د ټولو پوهنځیو رییسانو د پورته موضوعاتو په اړه راپورونه، وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل، په مختلفو موضوعاتو یې اړین تصمیم ونیول شو او د هغې له ډلې څخه یې پرېکړه وکړه، چې د روان سمسټر د درسونو د غوره پلي کېدو، د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د قرنطینه دورې په پای سره، د روغتیايي لارښوونو په پام کې نیولو سره د لسو اوونیو لپاره زده کړې د استادانو او ګرانو محصلینو له لوري په حضوري ډول تر سره شي او د حضوري زده کړو لپاره یې په زیاتو تیارو تاکید  وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۸
Background image

د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر سرلیک لاندې علمي سيمينار دائر شو

د شرعیاتو پوهنځي لخوا د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر عنوان لاندې علمي سيمينار ترسره شو، چې په کې د لوړو زده کړو وزارت مسؤولينو، د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: