د جیآیاس او ریموټ سنسینګ دوه ورځنی تخنیکي ورکشاپ پیل شو
د کابل پوهنتون ځمکپوهنې پوهنځي له لوري، د پوهنتون مسلکي ټرینرانو په همکارۍ، د جغرافیې څانګې استادانو، محصلینو او د ذیربطو ادارو کارمندانو د ظرفیت لوړونې په موخه تخنیکي ورکشاپ پیل شو. په دې ورکشاپ کې ګډونوالو ته د جیآیاس او ریموټ سنسینګ په وسیله د فضایي معلوماتو تحلیل او د ماهوارهيي انځورونو پروسسولو نویو لارو چارو ښودلو تر څنګ د جیآیاس پېژندنې، د فضایي معلوماتو راټولولو، تنظیم او تحلیل په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کېږي.
د ورکشاپ اصلي موخه دا ده چې د څېړنو کیفیت لوړ شي، د فضایي معلوماتو په برخو کې نوي تخنیکونه معرفي شي. پوهنتون تمه لري چې د دې ډول ورکشاپونو په ترسره کولو سره به د څېړنیزو پایلو اغېزمنتیا لوړه کړي او د ذیربطو ادارو لپاره عملي پلانونه وړاندې کړي.
په یاد ورکشاپ کې د کابل پوهنتون ذیربطو پوهنځیواستادانو، د ذیربطو ادارو استازو او محصلینو ګډون درلود.