د ترکیې هېواد اوسیم (OSYM) ادارې هیت له کابل پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
د ترکیې هېواد اوسیم (OSYM) ادارې هیت در وان کال لړم میاشتې په ۲۳ نېټه د کابل پوهنتون رئیس په شتون کې د پوهنتون استادانو له رهبرۍ سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د کانکور آزموینې سیستم په نوي کولو، تخصصي کولو او فعالولو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول، په دې برخه کې د کابل پوهنتون نظریات وړاندیزونه هم شریک شول.
په پام کې ده، د آزموینې ملي اداره د ترکیې هېواد اوسیم (OSYM) ادارې په همکارۍ په افغانستان کې د کانکور آزموینې سیستم په اغېزمنتیا او مسلکي کېدو کار وکړي.