د ترکیې هیواد IHH دفتر مسؤل محمد اوزکیا د کابل پوهنتون څخه لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱ - ۸:۳۹
pic3

په کابل کې د ترکیې هیواد IHH دفتر رئیس محمد اوزکیا، چې یو خیریه بنسټ دی، له کابل پوهنتون څخه لیدنه وکړه او د پوهنتون له رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز سره یې د خپل کار په دفتر کې وکتل.

ښاغلي اوزکیا کابل پوهنتون ته په راتګ او د پوهنتون له رئیس سره په خپله لیدنه خوښي څرګنده کړه او په کابل کې یې د IHH دفتر د تاریخ، کړنو او فعالېدو په هکله معلومات ورکړل او د افغانستان د کرنې په برخه کې یې د خپلو همکاریو له چمتو والي خبر ورکړ.

پدې کتنه کې د کابل پوهنتون رئیس، دې پوهنتون ته د ښاغلي اوزکیا راتګ ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ د دواړو لورو ترمنځ په راتلونکو ناستو ټینګار او هیله وښوده، چې په راتلونکې کې به دغه بنسټ د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي سره په مسلکي برخه کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۲۵
Background image

د ګډې علمي همکارۍ په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو

 د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي او میهن د لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د ګډو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه لیک له مخې د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځی د یادې مؤسسې د استادانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۹ - ۱۶:۵
Background image

د انساني قاچاق د مخنيوي فرمان اړوند مسابقه ترسره شوه

د کابل پوهنتون د محصلانو د انسجام او دعوت او ارشاد آمريتونو په همغږۍ او نوښت، د انساني قاچاق د مخنیوي په اړه د عاليقدرامیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ۱۳ ګڼه فرمان په موضوع د محصلينو ترمنځ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۴۱
Background image

«علم او فن» علمي-څېړنیزې مجلې د ۱۴۰۴ هـ ش کال لومړۍ ګڼه خپره شوه

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له لوري د «علم او فن» په نوم علمي-څېړنیزې مجلې د ۱۴۰۴ لمریز کال لومړۍ ګڼه خپره شوه. دا څېړنیزه مجله د هیواد له زراعتي او حیواني علومو سره تړل شویو مسایلو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.