د ترکیې " می ۱٩ " پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رییس د کابل پوهنتون له رییس سره ولیدل

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۱/۳/۷ - ۱۷:۲۹
meeting

د ترکیې د سامسون ښار د " می ۱٩ " پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رییس عثمان شاهین او مل پلاوي د روان کال د غبرګولي په ۷ نېټه د شنبې په ورځ، چې کابل پوهنتون ته راغلي وو د کابل پوهنتون له رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز سره یې په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

ښاغلي شاهین او مل پلاوي د افغانستان د یوه مشهور علمي بنسټ په توګه د کابل پوهنتون د اهمیت او ځانګړي ځای په اړه مثبت نظر څرګند کړ او دغه پوهنتون ته یې د راتګ او له رئیس سره په خپله لیدنه یې خوښي وښوده او د علمي او تحصیلي اړیکو په ځانګړې توګه یې د شرعیاتو او اسلامي علومو د پیاوړتیا په برخه کې خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې دا ډول ليدنې د علمي او اکاډميکو اړيکو د پراختيا او پياوړتيا لپاره اغېزمنې دي او هيله لرو، چې يوه ورځ می ۱٩  پوهنتون له کابل پوهنتون سره علمي او تحصیلي همکاري ولري.

پدې لیدنه کې د کابل پوهنتون رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز هم د دې پوهنتون په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د دې لوی تاریخي او علمي بنسټ لوړ ځای یې په روښانه ډول ښاغلي شاهین او مل پلاوي ته تشریح کړ. دکتور عزیز وویل، چې د کابل پوهنتون او د ترکیې د پوهنتونونو ترمنځ د همکاري زمینه زیاته ده او مونږ هیله لرو، چې پدې برخه کې د افغانستان او ترکیې هیواد د پالیسیو او تګلارو په پام کې نیولو سره زیات کار وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۹:۵
Background image

د کابل پوهنتون د ډاډګېرنې او خواخوږۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۳۸
Background image

د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه خپره شوه!

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال (Journal of Social Sciences and Humanities) د ۲۰۲۵م کال څلورمه ګڼه خپره او پرلیکه شوه.

په دې ګڼه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۲:۲۰
Background image

ممتازو محصلانو ختیځ زون ته علمي سیر ترسره کړ

د علمي تجاربو د وسعت د لړۍ په دوام کې، دا ځل د کابل پوهنتون د دوه‌ ویشتو پوهنځیو ممتازو محصلانو ختیځ زون ته علمي سیر ترسره کړ.

په دغه سفر کې محصلانو د یادو ولایتونو له محترمو واليانو،. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: