د تدریس او محصلینو د ارزونې مېتودونه
د تدریس تګلارې:
د کابل پوهنتون د ځمکپوهنې پوهنځی د زدهکړو د کیفیت د لوړولو او د معیاري زدهکړیز چاپېریال د برابرولو په موخه، له معیاري او علمي تدریسي تګلارو څخه کار اخلي. دغه مهمې تګلارې په لاندې ډول دي:
- د لکچرونو وړاندې کول:
د درسي مضمونونو د سرلیکونو پر بنسټ د نظري مفاهیمو لیږد.
- پرېزنټېشنونه:
د مضمونونو د تشریح لپاره د وړاندې کولو له تګلارو څخه ګټه اخیستل.
- تعلیمي وېډیوګانې:
د تخصصي مفاهیمو د لا ښه تشریح لپاره له بصري سرچینو څخه ګټه اخیستنه.
- عملي او لابراتواري کارونه:
د ازموینو ترسره کول، د نمونو مطالعې او میداني تمرینونه، تر څو عملي وړتیاوې پیاوړې شي.
- علمي بحثونه:
د انتقادي تفکر، علمي همکارۍ او د تخصصي موضوعاتو د ارزونې د پیاوړتیا لپاره د انفرادي او ګروپي بحثونو تنظیم.
د محصلانو د ارزونې تګلارې:
په ځمکپوهنې پوهنځي کې د محصلینو ارزونه د محصلینو د ارزونې د مقررې د ۱۸ مادې او د لوړو زدهکړو وزارت د معیارونو له مخې ترسره کېږي. ارزونه د سمستر له پیل څخه تر پای پورې دوام مومی او ټولیزه نمره ۱۰۰ ده، چې په لاندې ډول وېشل شوې ده:
- صنفي فعالیت ۱۰ سلنه:
منظم حضور، په صنفي بحثونو کې ګډون، پوښتنو ته ځواب ویل او په علمي کړنو کې ونډه اخیستل.
- پروژې او کورني کارونه ۱۰ سلنه:
د سمستر په اوږدو کې د مضمون د موخو سره سم د انفرادي یا ګروپي پروژو پلي کول.
- د سمستر منځنی ازموینه ۲۰ سلنه:
د رسمي مهالوېش له مخې د نیمسمستري ارزونې ترسره کول، چې عموماً په اتمه یا نهمه درسی اوونۍ کې اخیستل کېږي.
- نهایي ازموینه ۶۰ سلنه:
د سمستر وروستی ازموینه د رسمي مهالوېش له مخې، د تدریس شوو مفاهیمو د نهایي ارزونې لپاره.