د بیولوژي پوهنځي ډیپارټمنټونه

زولوژي ډیپارټمنټ

زولوژي ډیپارټمنټ په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د بیولوژي له پوهنځي سره سم رامنځته شو او خپل اکاډمیک فعالیتونه د دغه پوهنځي تر ریاست لاندې پر مخ بیایي. د دغه ډیپارټمنټ بنسټیز فعالیتونه د پوهنځي له درسي نصاب سره سم، د اړوندو مضامینو تدریس، علمي څېړنې تر سره کول، علمي کنفرانسونه،  د مونوګراف په تدوین کې د زده‌کړیالانو لارښوونه، د پوهنځي او پوهنتون په کچه او د نورو اړوندو ادارو په بېلابېلو کمېټو کې ګډون؛ لکه، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او کابل ژوبڼ د دې ډیپارټمنټ له دندو څخه شمېرل کېږي. زولوژي ډیپارټمنټ په پام کې لري چې د تطبیقي او زماني شرایطو په برابرېدو سره د ډیپارټمنټ پرمختګ او پرمختیا لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي چې له هغې ډلې نه د زولوژي له ډیپارټمنت نه په اختصاصي شکل د زده‌کړیالانو فراغت او په زولوژي څانګه کې د اختصاصي کادرونو روزنه یې د یادونې وړ دي.

د زولوژې ډیپارټمنټ ښوونیزې موخې

  • په زولوژي څانګه کې د لیسانس په کچه دولتي او خصوصې ادارو ته د مسلکي او متخصصوکادرونو روزنه
  • دولتي او خصوصي ښوونځیو ته د مسلکي او متخصصو ښوونکو روزنه
  • د مسلکي زولوجسټانو روزنه
  • خصوصي او دولتي ښوونځیو ته د لابراتواري عملي کارونو لپاره د تخنیکي اسیسټانټانو روزنه
  • د اهلي او وحشي ژویو په اړه د مسلکي او تخصصي پوهې لېږد له لارې په افغانستان کې د نادرو او له منځه تلونکو ژویو د نسلونو خوندیتوب لپاره مبارزه
  • د اقتصادي او فارمي ژویو د روزنې د ډول ډول لارو چارو زده کړه
  • په ایکوسیسټم او ورځني ژوند کې د اهلي او وحشي حیواناتو په ارزښت پوهېدل
  • د چاپېریال ساتنې او د ژویو د خوندیتوب فرهنګ ترویجول
  • د ټولنې په مسلکي او تخصصي پرمختګ کې ونډه اخیستل او د افغانستان اسلامي جمهوریت عالي موخو ته لاسرسی.
  • د ژمن او مسلکي کاري ځواک روزنه

د زولوژي ډیپارټمنټ لیدلوری

زولوژي ډیپارتمنټ په پام کې لري چې د  غوره کادرونو د مسلکي او تخصصي کچې لوړوالي او د څېړنو پراختیا په موخه په راتلونکي کې زده‌کړیالان له اختصاصي زولوژي څانګې فارغ التحصیل کړي او په دې برخه کې ټولنې ته د زولوژي په برخه کې کادرونه او متخصص زولوجسټان وړاندې کړي.

 د زولوژي ډیپارټمنټ بنسټیزې موخې

د زولوژي ډیپارټمنټ بنسټیزې موخې د علمي او مسلکي کادرونو روزنه، د زولوژي متخصصینو روزنه چې د زولوژي له بنسټیزو مفاهیمو سره اشنا وي او په ورځني ژوند کې یې وکارولی شي تر څو دا علمي کادرونه په زولوژي ډیپارټمنټ کې د لیسانس دورې له پای ته رسولو وروسته په راتلونکي کې د ښوونیزو مرکزونو د ښوونې او روزنې، په ښوونځیو کې د تدریس، په پوهنتونونو کې د تدریس، علمي او څیړنیزو ادارو، په زراعت څانګه کې، په تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټونو کې تدریس، وترنري او چاپېریال ساتنه کې تدریس وکړي او د خصوصي سکټور اړتیاوې پوره کړای شي.

توامیتونه: تر اوسه نه لري

لابراټوار او ښوونیز تجهیزات

شمېره

د لابراتوار ډول

توکي او تجهیزات

ملاحظې

۱

د حشرې پېژندنې لابراتوار

د حشرې نیولو جال، د حشرو د راټولولو او لېږد توکي، د حشراتو د ساتنې صندوق، مایکروسکوپ، تسلیخ او د تسلیخ بکس، ذره بین او نوري مایکروسکوپ

 

۲

حیواني فزیولوژي لابراتوار

مایکرسکوپ، سلایډ، کورسلایډ، تسلیخ بکس، تسلیخ تشت، سنټرفیوژ ټېسټ ټیوب، بېکر و فلاسک

 

۳

مایکروبیولوژي لابراتوار

مایکرسکوپ، سلایډ کور، سلایډ، تسلیخ بکس، تسلیخ تشت و پټري دېش

 

۴

فقاریه او غیرفقاریه زولوژي لابراتوار

جوړ شوي سلایډونه، مایکرسکوپ، سلایډ، کور سلایډ، تسلیخ بکس، تسلیخ تشت

 

۵

حیواني هستولوژي لابراتوار

مایکرسکوپ، سلایډ، کور سلایډ، تسلیخ بکس او تسلیخ تشت

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د زولوژي ډیپارټمنټ غړي

شمېره

نوم او تخلص

ولد

علمي رتبه

تحصیلي رشته

تحصیلي درجه

ملاحظې

۱

کیهانه صاحب زاده تایب

محمدآصف

پوهاند

حیواني فزیولوژي

ماسټر

 

۲

قدرت الله اوریاخېل

میرعطا

پوهندوی

زولوژي

ماسټر

 

۳

عبدالرحمن عثماني

جمعه گل

پوهندوی

زولوژي

ماسټر

 

۴

محمد حنیف

 

پوهنیار

زولوژي

د دوکتورا په جریان کې

 

۵

محمدعارف عرفان

محمدآجان

پوهنیار

زولوژي

ماستر

 

۶

الینا کاکړ

مومن

پوهیالۍ

بیولوژي

لیسانس

 

۷

محمدنوید امین

امان الله

پوهنیار

بیولوژي

 ماسټر

 

۸

شاهد الله

ځدران

پوهنیار

بیوتکنالوژي

ماسټر

 

۹

زرغونه

جمیعت گل

پوهنیارۍ ته نوماند

بیولوژی

لیسانس

 

۱۰

سعدیه انوري

محمدافضل

پوهنیارۍ ته نوماند

بیولوژي

د دوکتورا په حال کې

 

 

بوتاني ډیپارټمنټ

بوتاني ډیپارټمنټ د بیولوژي پوهنځي یو له بنسټیزو او اساسي ډیپارټمنټونو څخه دی چې د بیولوژي پوهنځي له رامنځته کېدو سره سم په ۱۳۹۵ لمریز کال کې رامنځته شوی دی. بوتاني ډیپارټمنټ خپل اکاډمیک فعالیتونه د دغه پوهنځي تر ریاست لاندې پرمخ بیایي. د دغه ډیپارټمنټ بنسټیز فعالیتونه د پوهنځي له درسي نصاب سره سم د اړوندو مضامینو تدریس، علمي څطړنو تر سره کول، علمي کنفرانسونو جوړول،  د مونوګراف په لیکلو کې د زده کړیالانو لارښوونه، د پوهنځي او پوهنتون په کچه او نورو اړوندو ادارو او د لوړو زده‌کړو وزارت په بېلابېلو کمېټو کې ګډون، د دغه ډیپارټمنټ له دندو څخه شمېرل کېږي. بوتاني ډیپارټمنټ په پام کې لري چې په راتلونکو کلونو کې د تطبیقي او زماني شرایطو په برابرېدو سره د ډیپارټمنټ د پرمختګ او پراختیا لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي چې ډلې یې له بوتاني ډیپارټمنټ نه په اختصاصي شکل د زده‌کړیالانو فراغت او په بوتاني څانګه کې د اختصاصي کادرونو روزنه د یادونې وړ دي. د بوتاني ډیپارټمنټ علمي کادر غړو شمېر اوس 6 ته رسېږي چې  درې تنه یې د ماسټرۍ په کچه تحصیلي درجې لري او دوه نور یې د دکتورا او ماسټري په دوره کې په تحصیل بوخت دي.

د بوتاني ډیپارټمنټ بنسټیزې موخې

بوتاني پوهنځی دا ماموریت لري چې د کادرونو په روزنه، پوهنتونونو کې تدریس، د لوړو زده‌کړو موسسو، مسلکي انسټیټیوټونو، لیسو او د عامې روغتیا په پروژو کې د څېړنو په برخه کې، کرنې، ځنګلونو، اوبو ورکونې، د څښاک اوبو، چاپېریال ساتنې، د کلیو پراختیا او نړیوالو موسسو؛ لکه، یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان سره کار او فعالیت وکړي.

بوتاني ډیپارټمنټ د عملي تجربو تر سره کولو په موخه د نباتاتو بڼ جوړولو او په تجربو کې د نباتاتو کارونې او له تجربې لاندې نباتاتو روزلو او ساتلو لپاره یو تخصصي او مناسب ځای ته اړتیا لري چې په دې اړه د پوهنځي او پوهنتون رهبرۍ سره هم اړیکه نیول شوې او موضوع ورسره شریکه شوې، له دې سره جوخت ډیپارټمنټ هم پام کې لري چې د مسلکي او متخصصو داخلي او بهرنيو استادانو په مرسته یوه مناسبه طرحه د دغه بڼ د جوړولو او د ضرورت وړ توکو په موخه چمتو کړي او د اړوندو مراجعو له لارې یې په جوړولو کې کوښښ وکړي.

د بوتانې ډیپارټمنټ ښوونیزې موخې

  •  په بوتاني برخه کې د لیسانس په کچه دولتي او خصوصي ادارو ته د مسلکي او متخصصو کادرونو روزنه
  • دولتی او خصوصي ښوونځیو ته د مسلکي او متخصصو ښوونکو روزنه
  • د مسلکي نبات پوهانو روزنه
  • دولتي او خصوصي ښوونځیو ته د عملي لابراتواري کارونو لپاره د تخنیکي اسیسټانټانو روزنه
  • د هېواد د نباتاتو په اړه مسلکي او تخصصي پوهې د لېږد له لارې په افغانستان کې د ګټورو نباتاتو او له منځه تلونکو نباتاتو د نسلونو خوندیتوب لپاره مبارزه
  • په ایکوسیسټم او ورځني ژوند کې د نباتاتو په ارزښت پوهېدل
  • د چاپېریال ساتنې او نباتاتو د خوندیتوب فرهنګ ترویجول
  • د ټولنې په مسلکي او تخصصي پرمختګ کې ونډه اخیستل او د افغانستان اسلامي جمهوریت عالي موخو ته لاس رسی.
  • د ژمن او مسلکي کاري ځواک روزنه

د بوتاني ډیپارټمنټ لیدلوری

بوتاني ډیپارټمنټ په پام کې لري چې د غوره کادرونو د مسلکي او تخصصي کچې لوړوالي او د څېړنو پراختیا په موخه په راتلونکي کې زده‌کړیالان له اختصاصي بوتاني څانګې فارغ التحصیل کړي او په دې برخه کې ټولنې ته بوتاني کادرونه او متخصص نبات پوهان وړاندې کړي.

د بوتاني ډیپارټمنټ ماموریت

بوتاني ډیپارټمنټ اوسمهال د بیولوژي پوهنځي له فعالو ډیپارټمنټونو څخه دی چې هېواد او خلکو ته د لیسانس په کچه د تکړه او متخصصو کادرونو په روزنې بوخت دی.

توامیتونه: نه لري.

 

لابراتوار او ښوونیز تجهیزات

شمېره

د لابراتوار ډول

توکي او تجهیزات

ملاحظې

1

سیسټماټیک لابراتوار

نوري مایکروسکوپ او استریو، هرباریوم، د وچو شویو او تازه نباتاتو نمونې

 

2

نباتي فزیولوژي لابراتوار

سنټروفیوژ، برقي داش، حساس ترازو، PH متر، بېکر، ټېسټ تیوب، سلنډر، پتري دېش، پیپېت  او نور د نباتاتو نمونې

 

3

اناتومي مورفولوژي لابراتوار

نوري مایکروسکوپ، اسټریو مایکروسکوپ، تسلیخ بکس، دایمي سلایډونه او نباتاتو د ریښې، ساقې او پاڼې تازه ټوټې

 

4

د ګټورو نباتاتو لابراتوار

واټرباټ، د(بندکت، فیهلنگ او د غلو، حبوباتو طبي نباتاتو نمونې او د هغوی د الکالوییدونو را ایستلو) محلولونه

 

5

جنټیک لابراتوار

 نوري مایکروسکوپ، ایتانول محلول، تیزابونه، ډیټارجنټونه اوتوکلاف او له نباتاتو څخه د DNA را ایستل او هم  د دایمي سلایډونو یا د تسلیخ وړ حیواناتو له لارې د ګمیټونو لیدل

 

د بوتاني ډیپارټمنټ غړي

شمېره

نوم

تخلص

علمي رتبه

تحصیلي رشته

تحصیلي درجه

1

فریده

ویدي

پوهندوی

بوتاني

ماسټر

2

محمدحامد

همدرد

پوهندوی

//

د دوکتورا په جریان کی

3

گل څانګه

لمر

پوهنیار

//

ماسټر

4

صفت الله

ذاکري

پوهنیار

//

ماسټر

5

حمیده

مشال

پوهنیار

//

لیسانس

6

محمدنوید

ویس

پوهنیاری ته نوماند

//

د ماسټرۍ په جریان کې

7

اقلیما

امیري

پوهنیاری ته نوماند

//

د ماسټرۍ په جریان کې

8

رویدا

اکبری

پوهنیاری ته نوماند

 

د ماسټرۍ په جریان کې

گالری رسانه

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون د لوړو زده کړو د پیاوړتیا ملي کنفرانس انځوریز البوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د ټولنیزو علومو پوهنځي کې د ماسټري د نویې برنامې رامنځ ته کېدو د نصاب په اړه د نظر شریکولو غونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي د څېړنیز پوسترونو نندارتون پرانستل شو

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلنی سمسټر د نندارتون په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت دعلمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه صاحب وینا