د برېښنا او الکترونیک انجینرۍ ډيپارټمنټ د ماسټرۍ د دفاع برنامه پیل شوه

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۱۱:۶
3126

د کابل پوهنتون انجینرۍ پوهنځي د برېښنا او الکترونیک ډیپارټمنټ د فارغانو لپاره د ماسترۍ برنامې تزس د دفاع برنامه د جدی میاشتې په ۱۴مه نیټه پیل شوه. پدې غونډه  کې د پوهنتون مرستیالانو، د انجینرۍ پوهنځي رئیس او استادانو برخه اخیستې وه.

د انجینرۍ پوهنځي رئیس دکتور عبدالقیوم کریم ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د یادې پوهنځي د برېښنا او الکترونیک ماسټرۍ برنامې د لاسته راوړنو او ستونزو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د کابل پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال استاد صلاح الدین ایوبي د خپلو خبرو په ترڅ کې د انجینرۍ پوهنځي د رهبرۍ او استادانو له هڅو مننه وکړه او ورته یې د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت مبارکي وویله.

په دې دوره کې د انجینرۍ پوهنځي د برېښنا او الکترونیک ډیپارټمنټ ماسټرۍ له برنامې څخه ۱۱ تنه فارغ شول. چې د دغه فارغ التحصیل محصلینو د تزس دفاع برنامه به په 3 ورځو کې تر سره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۹:۴۸
Background image

د وترنرۍ علومو ډاکټرانو د کلینکي او علمي مهارتونو د لوړاوي علمي کنفرانس ترسره شو

د کابل پوهنتون د وترنرۍ علومو پوهنځي له لوري د کابل او څو ولایتونو د وترنرۍ علومو ډاکټرانو لپاره د «کلینکي او علمي مهارتونو لوړول» تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي کنفرانس ترسره شو، چې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۰:۴۴
Background image

د طبیعي علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه خپره او پر لیکه شوه

د کابل پوهنتون د مجلو او ژورنالونو آمریت ویاړي، چې د طبیعي علومو نړیوال ژورنال (Journal of Natural Science Review) د (۲۰۲۵) م کال د درېیمې دورې، څلورمه ګڼه یې خپره او پر لیکه کړه.

په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۲:۷
Background image

د کرنیزو څېړنو د "تجربوي ډیزاین" ورکشاپ ترسره شو

د کرنیزو څېړنو د تجربوي ډیزاین تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي د مسلکي ټرینرانو له لوري ترسره شو.

په دې ورکشاپ کې د کرنیزو څېړنو پېژندنه، د بنسټیزو او. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: