د اوزبیکي ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ

الف. پېژندنه:

د اوزبیکي ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځي یو پخوانی ډيپارټمنټ دی. دغه ډيپارټمنټ د لومړي ځل لپاره په ۱۳۶۲ کال کې تأسیس شو، چې ټولنې ته د څو دورو فارغانو له وړاندې کولو وروسته د ځینو ملحوظاتو له امله د څه مودې لپاره بېرته تړل شوه؛ خو له نېکه مرغه په ۱۳۹۸ کال کې دغه ډيپارټمنټ بېرته فعال شو. اوس مهال د اوزبیکي ژبې او ادبیاتو په برخه کې متخصص کادرونو، ادیبان، څېړونکي او ښوونکي روزي.

ب. موخې:

1. لیدلوری:

د اوزبیکي ژبې او ادبیاتو د لا پیاوړتیا او پراختیا لپاره کار او دوامداره هڅې، دا راز د هغو کلتوري ارزښتونو ساتنه او پالنه چې د اوزبیکي ژبې په ویونکو پورې اړه لري او دوی د تاریخ په اوږدو کې ترلاسه کړي دي.

2. ماموریت:

د اوزبیکي ژبې او ادبیاتو په برخه کې محصلینو ته تدریس، دا راز د اوزبیکي ژبې او ادبیاتو په برخه کې د تکړه ښوونکیو، مختصصو کادرونو، څېړونکو، ژباړونکو او لیکوالو د روزنې مسوولیت لري.

3. اساسي موخې:

په ټوله کې د اوزبیکي ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټونه موخه ټولنې ته د متخصصو، ژمنو او پر کار پوه کسانو وړاندې کول دي، څو له فراغت وروسته وکولای شي په لاندې برخو کې کار وکړي:

  • د اوزبیکي ژبې او ادبیاتو د تدریس مسلکي وړتیا لرل؛
  • د اوزبیکې ژبې او ادبیاتو په برخه کې د علمي تحقیقاتو وړتیا لرل؛
  • د لیکوالۍ او ژباړې وړتیا لرل؛
  • د اوزبیکې ژبې او ادبیاتو د علمي او مسلکي بډاینې وړتیا؛

ج. تحصیلي نصاب (تخصصي مضمونونه)

ګڼه

د مضمون نوم

کود نمبر

کرېدېت

ګڼه

د مضمون نوم

کود نمبر

کرېدېت

۱

متون نظم (1)

LL:UZ:304

2

۱۸

تحقیق و ریسرچ/ څېړنه

LL:UZ:602

2

۲

صرف (1)

LL:UZ:305

2

۱۹

تاریخ ادبیات (4)/ د ادبیاتو تاریخ

LL:UZ:601

۳

۳

د ادبیاتو تاریخ(1)

LL:UZ:306

2

۲۰

د ترک ژبو ملتونو د ادبیاتو تاریخ(1)

LL:UZ:602

2

۴

د ادبیاتو تاریخ(2)

LL:UZ:404

3

۲۱

نحو (2)

LL:UZ:603

3

۵

دمنظوم متون (2)

LL:UZ:405

2

۲۲

فنون ادبی (1)/ ادبي فنون

LL:UZ:604

2

۶

دصرف (2)

LL:UZ:406

3

۲۳

فولکلوریک ادبیات(1)

LL:UZ:605

2

۷

دمنظوم متون(3)

LL:UZ:501

3

۲۴

عروض

LL:UZ:

2

۸

  د ادبیاتو تاریخ(3)

LL:UZ:502

۳

۲۵

د ادبیاتو تاریخ (5)

LL:UZ:701

۳

۹

نحو (1)

LL:UZ:503

2

۲۶

  د ترک ژبو ملتونو د ادبیاتو تاریخ(2)

LL:UZ:702

3

۱۰

د ژبې د تحول اریخ

LL:UZ:504

3

۲۷

نقد ادبی/ ادبي کره کتنه

LL:UZ:703

3

۱۱

پرتلیزه زبپوهنه

LL:UZ:505

2

۲۸

 منثور متون (1)

LL:UZ:704

2

۱۲

بابر پېژندنه

LL:UZ:506

3

۲۹

 ادبي فنون (2)

LL:UZ:705

2

۱۳

د ادبیاتو تیوري

LL:UZ:507

3

۳۰

  فولکلوریک ادبیات(2)

LL:UZ:706

2

۱۴

د ادبیاتو تاریخ (6)

LL:UZ:801

۳

۳۱

مونوگراف

 

2

۱۵

دمنثور متون(2)

LL:UZ:802

2

۳۲

ادبیات کودک/ ماشوم ادبیات

LL:UZ:805

3

۱۶

د نوایي پېژندنه

LL:UZ:803

3

۳۳

دیالکتولوژی (لهجه‌شناسی)/ ګړدود پوهنه

LL:UZ:806

3

۱۷

تصوف او عرفاني ادبیات

LL:UZ:804

3

۳۴

مونوگراف

LL:UZ:801

2

گالری رسانه

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.