د اوبو لګولو او خاوره پېژندنې ډیپارټمنټ
دا څانګه په ۱۳۴۵ هـ ش کال کې د اوبو لګولو او خاوره پیژندنې تر نامه لاندې د نباتي علومو پوهنځي په چوکاټ کې تاسیس شوه او په ۱۳۵۹ هـ ش کال کې د اوبو لګولو او خاوره پیژندنې څانګې په بڼه بدله کړه، خو د کافي علمي کادرونو د نشتوالي له امله د اګرانومي څانګې سره یوځای شوه.
بیا په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې د کرنې په پوهنځي کې د خپلواکې څانګې په توګه په کار پیل وکړ. د دې څانګې اصلي او بنسټیز هدف د اوبو لګولو او خاوره پیژندنې په بیلابیلو برخو کې د ځوانانو نظري او عملي زده کړه ده. تر څو د دې څانګې فارغان د کرنیزو خاورو د فزیکي، کېمیاوي او بیولوژیکي خواصو د ښه کولو لپاره د مدیریت مهارتونه او پوهه ومومي. د دې ترڅنګ به د دې څانګې فارغان د اوبو لګولو د اوبو د اغېزمنې استفادې او د هغې د کېفیت په اړه معلومات تر لاسه کړي او د دې ډول سرچینو د مدیریت مسوولیت به په غاړه واخلي. د خاورې پیژندنې او اوبو لګولو په ټولو څانګو کې د نوو ټیکنالوژۍ مناسبه ګټه پورته کول دلوړ او غوره تولید لپاره د دې څانګې د لومړیتوبونو څخه دی.
د اوبولګولو د نویو سیسټمونو معرفي کول، د سرې ورکولو نوې او اقتصادي کړنې، په کرنیزو تولیداتو باندې د اقلیم د بدلون د منفي اغیزو کمول د عضوي کاربن او د کرنیزو خاورو بیولوژیکي خواصو د کچې په لوړولو سره د مثالونو په توګه یادولی شو.
د اوبو لګولو او خاوره پیژندنې څانګه هوډ لري چې د یوې علمي او اکادمیکې ادارې په توګه د تدریس، څیړنې او نورو خدماتو له لارې په ملي او سیمه ایزه کچه د مسلکي پوهې په پراختیا کې ونډه ولري.
اوس مهال د اوبو لګولو او خاوره پیژندنې څانګه د اوبو لګولو او د خاورې پیژندنې په برخو کې د تدریس او څیړنو له لارې د ځوانو او مسلکي کارکوونکو په روزلو بوخته ده، او له دې لارې د افغانستان د کرنې د ودې او پرمختګ لپاره خدمت کوي.
-
د د اوبو لګولو او خاوره پیژندنې څانګه ځانګړې موخه دلیسانس دوری محصلینو ته اوبو لګولو او خاورې پیژندنې څانګې د مضامینو تدریس کول دي. ترڅو زده کونکي په ملی او نړیواله کچه د خاوری پوهنې اوبولګولو په مسلک سنمبال تر څو خلکو ته د خدمت کولو جوګه شی.
-
د یو عمومي موخی په توګه، د چاپیریال کېفیت ښه کولو او د کرهنیز سیسټمونو د وړتیا پراختیا لپاره د علمی پرمختګونو او اختراعاتو او نوي نظرونو کارول.
-
په مناسب وخت سره د تولید ټیکنالوژۍ رامینځته کولو او په ملي او نړیوالو ژبو کې د سمې او کره مسلکي پوهې په کارولو سره د تولید کونکو ، مصرف کونکو ، پالیسي جوړونکو او طبیعت ساتونکو روزنې له لارې خلکو ته د خدماتو وړاندې کول.
په اوس وخت کې د اوبو لګولو او خاورې پیژندې څانګه له نورو پوهنتونونو سره هوکړه لیکونه نه لري.
دا څانګه یو خپلواک لابراتوار په درلودلو چې یو اندازه په لومرینو تجهیزاتو سمبال دی.چی دغه وسایل د محصلینو د څیړنو لپاره کارول کېږي.
شکل 12ـ د اوبو لګولو او خاوره پيژندنې څانګې لابراتوار انځور
شکل 13ـ د اوبو لګولو او خاوره پیژندنې څانګې عملي کار جریان انځور
د خاورې پوهنې او اوبو لګولو څانګې د کادري غړو پیژندګلوي
هـ) د اوبولګولو او خاوره پیژندنې څانګې تحصیلی نصاب ( تخصصی مضامین)