د انساني قاچاق د مخنيوي فرمان اړوند مسابقه ترسره شوه

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۹ - ۱۶:۵
221154

د کابل پوهنتون د محصلانو د انسجام او دعوت او ارشاد آمريتونو په همغږۍ او نوښت، د انساني قاچاق د مخنیوي په اړه د عاليقدرامیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ۱۳ ګڼه فرمان په موضوع د محصلينو ترمنځ د عامه پوهاوي په موخه علمي مسابقه ترسره شوه.

په دې مسابقه کې د پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو لسګونو محصلینو ګډون کړی و. په دې مراسمو کې د درنو استادانو لخوا د فرمان پر محتوی، اهمیت او اړتيا بحث وشو، او د همدې فرمان د محتوی په رڼا کې چمتو شوي سوالونه تشریح او ګډونوالو ته وړاندې شول.

انساني قاچاق يو غير شرعي عمل دی، په افغانستان کې له څو لسيزو ياده ستونزه وجود لري او له همدې امله د انسانانو ژوند په خطر کې غورځي، د دې لپاره چې د دغه مشکل مخنیوی وشي او د خلکو ژوند، کرامت او عفت خوندي شي؛ د ا.ا.ا د مشرتابه لخوا يې په اړه فرمان صادر شوی. د همدې فرمان له مخې د څو نورو وزارتونو ترڅنګ د لوړو زده کړو وزارت ته دنده ورکړل شوې چې د انساني قاچاق او ژوند په خطر کې اچولو، د بدو عواقبو او شرعي ممانعت په اړه، د عامه پوهاوي تدبيرونه جوړ او عملي کړي او د انساني قاچاق په ناوړه عواقبو دې خلک پوه کړي.

 په همدې اساس په کابل پوهنتون کې په دې اړه ګڼ فعاليتونه ترسره کيدونکي دي چې ياده مسابقه يې يوه برخه وه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۸
Background image

د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر سرلیک لاندې علمي سيمينار دائر شو

د شرعیاتو پوهنځي لخوا د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر عنوان لاندې علمي سيمينار ترسره شو، چې په کې د لوړو زده کړو وزارت مسؤولينو، د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: