د انرژۍ انجینرۍ دیپارټمنټ
لیدلوری:
په ملي او نړیواله کچه د زدهکړې، څېړنې او د انرژي انجنیري خدمتونو مخکښ مرکز.
ماموریت:
د انرژي انجنیري په برخه کې د زدهکړې، څېړنې او د ټولنې په ګډون کې د برتري له لارې د مخکښ دیپارتمنت په توګه پېژندل کېدل.
اهداف:
د انرژي انجنیري په بېلابېلو برخو کې د زدهکړې، څېړنې او د لوړ کیفیت خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د مناسب بستر رامنځته کول په ملي کچه.
- د علمي برتري ترلاسه کول د انرژي انجنیري په زدهکړه کې د لوړو معیارونو د ساتلو له لارې، د دقیق تدریس، راتلونکې ته کتو نصاب او تعلیمي ـ څېړنیزو پروګرامونو په مرسته چې د ټولنې د بدلېدونکو اړتیاوو ځواب وي.
- د انرژي انجنیري پوهې پراخول او کارونه د افغانستان د انرژي سکتور د پیاوړتیا لپاره.
- د انرژۍ منطقي کارونې پراختیا او د نوي کېدونکو انرژي سرچینو اغېزمنه ګټه اخیستنه د هېواد د دوامدار پرمختګ لپاره.
- د پاکو ټکنالوژیو د پراختیا هڅه په تولید، لیږد او مصرف کې د انرژۍ د چاپېریال د ساتنې لپاره.
- د هغو محصلانو جذب او روزنه چې په انرژي انجنیري کې علاقه او استعداد لري.
- په څېړنه او نوښت کې د برتري ترلاسه کول او د انرژي په سیستمونو او ټکنالوژیو کې د نوښت هڅونه.
- د علمي کادرونو او کارکوونکو جذب، ساتنه او د مسلکي کچې لوړول چې د انرژي انجنیري دیپارتمنت په وده کې ونډه اخلي.
- د دیپارتمنت د فعالیتونو او د انرژي انجنیري د مسلک په اړه د عامه پوهاوي لوړول د ترویجي پروګرامونو، ورکشاپونو او ټولنیزو تعاملاتو له لارې.
- له ملي او نړیوالو اکادمیکو بنسټونو سره د دوامدارو همکاریو ټینګول او پیاوړتیا.
د انرژي انجنیري پوهې پراخول د څېړنو، علمي خپرونو او ټولنیزو فعالیتونو له لارې.