د انجینري سافټ وییر (BIM) په برخه کې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو
د کابل پوهنتون انجینري پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي محصلینو ته سافټ وییر Building information Management په تړاو ورکشاپ پیل شو، چې زیات شمېر محصلینو او استادانو يې د پیل په مراسمو کې برخه اخیستې وه.
د کابل پوهنتون د انجینري پوهنځي په نوښت او د پوهنتون رهبرۍ په سلا مشورو یاد ورکشاپ له فنلینډ هېواد څخه د راغلي افغان ډاکټر نعمان ناصري له لوري وړاندې کېږي.
د مسوولینو په وینا د انجینري دغه سافټ وییر په افغانستان کې نوی دی او لږ شمېر کسان یې په اړه معلومات لري، چې په زده کړې سره به یې محصلین او استادان په خپله مسلکي برخه کې د پام وړ معلومات ترلاسه کړي.
پلان کې ده چې د ورکشاپ په پای کې ګډونوالو استادانو او محصلینو ته سندونه هم ورکړل شي.