د اقتصاد پوهنځي د ماسټرۍ برنامی

د اقتصاد په پوهنځي کې د مالي او بانکي څانګې د ماسټرۍ برنامه، د اقتصاد پوهنځي په وړاندیز، د کابل پوهنتون د فوق لیسانس کمیټې او د پوهنیزو چارو د انسجام د عمومي ریاست د فوق لیسانس د زده کړو د برنامو کمیسیون د 25/09/1391 نیټې تایید او د پوهنیزو چارو د انسجام عمومي ریاست اړوند د پوهنیزو برنامو د پرمختیا ریاست د 28/09/1391 نیټې د /383356 ګڼې په وړاندیز او د لوړو زده کړو درانه وزارت د 29/09/1391 نیټې 4249/5688 ګڼې حکم پر بنسټ رامنځته او د 1392  کال په پیل کې یې د سیالیزې آزموینې له لارې د (25) زده کړیالانو په منلو سره لومړنۍ دوره پر شرایطو پوره استادانو په وسیله پیل کړه.

د یادې برنامې له لومړۍ دورې څخه په 1393 کال کې (24) زده کړیالان فارغ شوي دي.  په 1394 کال کې (19) زده کړیالان، په 1395 کال کې (22) زده کړیالان، په 1396 کال کې (28) زده کړیالان او په 1397 کال کې (35) زده کړیالان فارغ او د ټولنې چوپړ ته وړاندې شوي دي. له 1393 کال څخه تر 1397 کال پورې د مالي او بانکي څانګې د ماسټرۍ له برنامې څخه په پنځو دورو کې په ټوله کې (128) زده کړیالان فارغ شوي دي.

همداراز، اقتصاد پوهنځي په 1393 کال کې د ملي اقتصاد تر نوم لاندې د ماسټرۍ دویمه برنامه د قانوني مرحلو له بشپړولو وروسته رامنځته چې په څلورو کلونو کې يې (99) زده کړیالان فارغ او د ټولنې چوپړ ته وړاندې کړي دي. خو په 1396 کال کې د ماسـټرۍ د برنامو د ارزونې په پایله کې یاده برنامه د مالي او بانکي چارو د ماسټرۍ له برنامې سره یو ځای شوه او وروسته د اقتصاد پوهنځي د ماسټرۍ برنامو د بورډ په وړاندیز او د اکاډمیکو چارو د انسجام درانه ریاست له منظورۍ وروسته په تدریجي ډول لغوه شوه.

اقتصاد پوهنځي په 1395 کال کې له USWDP سره د هوکړه لیک له مخې د ادارې او تجارت (MBA) د ماسټرۍ برنامه هم د قانوني مرحلو له بشپړولو وروسته رامنځته او په 1396 کال کې یې په لومړۍ دوره کې (20) زده کړیالان فارغ او د ټولنې چوپړ ته وړاندې کړل. خو د یاد هوکړه لیک له پای ته رسیدو او په شرایطو د پوره استادانو د کموالي له امله په 1397 کال کې یادې برنامې ته زده کړیالان ونه منل شول. خو په 1398 کال کې بیا هم په پام کې ده چې د ماسټرۍ یاده برنامه یو ځل بیا فعاله او زده کړیالان ورته ومنل شي.

له 1392 کال نه تر 1397 کال پورې د اقتصاد پوهنځي د ماسټرۍ له یادو برنامو څخه په ټوله کې (276) زده کړیالان فارغ او د ټولنې چوپر ته وړاندې شوي دي.

د ښوونې او روزنې وزارت د کارکوونکو د وړتیاو د لوړولو په موخه په 1396 کال کې د ښوونې او روزنې وزارت او د لوړو زده کړو وزارت ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو چې له مخې یې د یاد وزارت (20) کارکوونکي د مالي او بانکي چارو په څانګه کې ماسټرۍ برنامې ته ومنل شول او په 1397 کال کې به د ټولنې چوپړ ته وړاندې شي.

همداراز د کارکوونکو د کاري وړتیاو د لوړولو په موخه، د افغانستان بانک او د افغان ملي بانک د غوښتنې او د یادو بانکونو د ریاستونو او د لوړو زده کړو د وزارت ترمنځ د هوکړې له مخې، د 1397 کال ژمني سمسټر ته د افغانستان بانک (17) کارکوونکي او د افغان ملي بانک هم (17) کارکوونکي د کانکور د آزموینې له لارې چې د لوړو زده کړه وزارت د کانکور کمیټې له لوري واخیستل شوه، په مالي او بانکي څانګه کې د ماسټرۍ برنامې ته ومنل شول.

د 1397 کال په دوهم سمسټر کې د اقتصاد پوهنځي د ماسټرۍ په برنامو کې ټول (211) زده کړیالان په زده کړو بوخت دي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم