دپوهنځي دمحصلینو ارزیابی

د مضامینو کريډيټ: په یو سمیستر کې یو کريډيټ د ۴۵ دقیقې دی چې د یوي اوونۍ په مدت کی تدریسیږي. دوه کريډيټ مضمون په اونۍ کې یوځل په ۹۰ دقیقو کی تدریسېږی. د درې کریډیټ مضمون په دوه برخو وېشل شویل کیږي چی د اونۍ په دوران کی په ۷۵ دقیقو کی تدریس کیږی.چی دغه مضامین په اړین ( ضروری) ، پوهنتون شمول ، اساسی او تخصصی کورسونو باندی ویشل شوی دی.چی پوهنتون شمول او اساسی مضامین د کابل پوهنتون دمختلیفو پوهنځیو له خوا پیشنهاد شوی.چې زدکړیالان کولاي شی په یوسیمستر کی به د ۱۷ نه تر ۲۱ کريډيټونو پوری نوم لیکنه وکړی. چی د لیسانس دوری محصلینو لپاره (کم تر کم ۱۴۴ او تر ټولو زیات ۱۶۸) کريډيټ د لوړو زده کړو وزارت دلیسانس د لایحه خوا ټاکل شوي .

د زده کړیالانو ارزونه

د زده کړیالانو د علم او پوهی، مهارت، روش او سلوک د ارزوونې د ډول ډول میتودونو لکه جمعی یا تراکمی، متناوب، او ترکیبی په واسطه تر سره کیږی(د لیکنی، ژبنی، او په انفرادی شکل)همدارنګه څېړنو، ازموینه، د مضمون کورنۍ دنده، پروژو، ساحوی راپورونو، صنفي ازموینو، تقریری ازموینو، پوسټر پرزینټیشن، او د فصل په شروع کې زده کړیالانو ته اجازه ورکول کیږي چې دوی هم خپله پوهه وښایې او په تیوري او عملې شکل رقابتونه وکړي چې تر څوخپل فیدبیک واوري.

د لومړي او دويم صنفونو زده کړیالانو به د مقایسوي پروګرام  په واسطه ازمایل کیږي ، د دریم او څلورم ټولګی محصلین به د تطبیقاتو، عملی کارونو ، مقایسوی پروګرامونو، انترشیپونو او د مونوګرافونو څیړنو په واسطه ازمایل کیږی.

معمولاْ د کورنې دندی او په صنف کې فعالي ګډون ۳۰-۴۰٪ نمرو پوری د محصلینو لپاره په نظر کې نیول کیږی.۲۰٪ نمرو آزموینه د سمیستر په منځ کې اخستل کیږي او د سمیستر په پاې کې د ۴۰ –  ۵۰ ٪ نمرو ازموینه اخیستل کیږی .

۲۹ جد ول : دمحصلینو ارزیابی

نمرات

فعالیتونه

 

10%

په صنف درسونو کې ونډه

 

20-30%

کورنې دنده

 

20%

د سیمستر منځني ازموینه

 

40-50%

د سیمستر اخري ازموینه

     

په صنف کې د زده کړیالانو تعداد او مهال ویش

د صنف تعداد په نسبی ډول باندی کوچنی وي (د ۳۵ نفرو څخه باید زیاد نه وي)چې تر څو زده کړیالان وکولای شي په اشتراکې ډول په درس کی دخیل شي ترڅو په لوړه سطحه او ځانګړی توجو سره د تدریس په معیاري ډول ورسول شي .د کابل پوهنتون د ۵ ورځو تقسیم اوقات (شنبی څخه تر چهار شنبی پورې) رسمیات لري او تدریس چاري مخته وړي . چی دریم او څلورم صنفونو محصلینو ته۴ ورځی په صنف کې تدریس او یوه ورځ  په اړونده رشته کې ساحوی کارونه ، د ګواښونو لاندی ساحو نه لیدنه،ورکشاپونو، سمینارونو، او انترشیپونوکې ګډون وکړی.

ساحوي کار (انترشیپ )

په څلورم صنف کې ټول زده کړیالان اړدي، چې د ټولنیزو خدمتونو په پورګرامونو یا ۳ کريډيټ انترشیپ ولري . چی دغه انترشیپ د دری میاشتو لپاره په نظر کې نیول شوی چی په یوه اوونې کې باید ۲۰ ساعته کار وکړی او همدارنګه باید په یاده دوره کی ۸۰ ساعنه کار وکړی تر څو د انترشیپ کريډيټ لاس ته را وړی. په دغه انترشیپ کې به د څلورم صنف زده کړیالان وکولای شې چې مختلفي تجربې تر لاسه کړي او خپلو رشتو د ستونزو څخه په عملي ډګر کې خبر شي د نوموړی رشته سره علاقه زیاته شي . دغه انترشیب ممکن چې امتیاز ولري یا ونه لري ولي زده کړیالان کیدلي شي چې تشویق شي  چی کم تر کمه د یو سمستر انترشیپ لپاره پلان ولري.

د پېښو مدیریت څانګه، د چاپېريالپوهنې څانګه او د طبيعي زېرمو مدیریت څانګه  خپلو زده کړیالانو ته لارښونه کوي چې  څرنګه د انترشیپ پروګرامونه اړونده ادارو کې پیدا کړي او ځان ورته اماده کړي .چی زده کړیالان ګډون د انترنشپ ورکوونکو په واسطه ازمایل کیږی او اخری راپور د انترشیپ ورکوونکې اداري لخوا تاییدیږي .

مونوګراف

ددی لپاره چې د څلورم کال زده کړیالان وکولای شې د لیسانس دوره پای ته ورسوي باید د څلورم صنف په اتم سمیسترکی شپږکريډيټ مونوګراف ولری او د علاقی وړموضوع د څیړنه لپاره غوره کړی تر څو څیړنه ترسره کړي .دغه څیړنه به زده کړیالانو ته ددي زمینه برابر کړي چې خپلې وړتیاوی او تجربی وښایی او د دی څیړنو په واسطه به وکولای شې چې د چاپېريالپوهنې، طبیعي زېرمو مديريت او پېښو مدیریت سکټورونو سره په لیکلې بڼه خدمات وکړي .

 

د مونوګراف لیکلو مراحل یا پروسی

  1. زده کړیالان د مونوګراف موضوع د خپلې علاقې او موخې له مخې اړوند رشتی پوری مربوط پیشنهاد وی .
  2.  د لارښود استادد مونوګراف موضوع د اړوندی رشتی ، د څړنی وخت، کیفیت ، اغیزو او اړتیا په نظر کې نیول سره تاییدوي.
  3. زده کړیالان د خپلې څیړنې د پرمختګ لپاره د لوړو زده کړو د وزارت  چارچوب تعقیبوي.
  4. زده کړیالان خپلي څیړنې د اتم سیمستر د پای ته رسیدو څخه مخکې د پوهنځي اړوند کميټه ته سپاري .
  5. او د اړوند څانګې زده کړیالان د ۲۰ دقیقو لپاره خپل څيړنې وړاندي او تشریح کوي .
  6. د څيړنې موضوع د تدریسی مدیریت سره ثبت او څيړنې یو کاپي د افغانستان د چاپېریالي معلوماتو کتابتون ته سپاري .

 

 

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم