داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

tariq_admin
3912

Publish Date

Closing Date

د لوړو زده کړو و زارت اړوند کابل پوهنتون ریاست د ۱۴۰۲ل کال لپاره د کابل پوهنتون فاضلابو د تصفیه کولو او فعالولو د تهیه او تدارکاتو پروژه په قرار داد ورکوي، په شرایطو برابر ټولو کسانو ته بلنه ورکول کیږي، چې ترڅو دپورتنۍ پروژې په دواطلبۍ کې چې(MOHE/KU/16/1402/W/NCB) تشخیصه نمبر لرونکی دی، برخه واخلي، د شرطنامې سافت او مربوطه وړاندیزونه دې د خپل فلش په حافظه کې د کابل پوهنتون تدارکاتو آمریت، قراردادونو عمومي څخه ترلاسه کړي، خپل وړاندیزونه دې د قانون او تدارکاتو آمریت د کړنلارې او شرطنامې  مطابق په تړلي شکل له خبرتیا وروسته تر ۲۱ ورځو پورې د سهار په ۱۰ بجو د کابل پوهنتون تهیه او تدارکاتو آمریت ته چې د دریېمې ناحیې اړوند جمال مېنې کارته سخي سیمه کې د علي آباد روغتون ته مخامخ موقعیت لري، وړاندې کړي، هغه وړاندیزونه چې له ټاکلې نېټې وروسته سپارل کیږي او یا له انټرنیټي پاڼې څخه یې ترلاسه کړی وي، د منلو وړ نه دي.
د وړاندیزونو د خلاصولو غونډه له خبرتیا وروسته په ۲۱ مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو د کابل پوهنتون تهیه او تدارکاتو آمریت ته چې د وسایطو پخواني تم ځای کې موقعیت لري، د پوسته خانې دهلېز ښي خواته (۵) شمېره اطاق کې ترسره کیږي.
د نوموړې پروژې د وړاندیزونو د تضمن اندازه (۱۵،۱۴۸۸۰۷) یو لک او اته څلویښت زره اته سوه اووه اعشاریه پنځلس افغانۍ دي، وړاندیز د بانګي تضمین په صورت کې دمنلو وړ دی، چې د وړاندیزونو خلاصوولو په ورځ یې ګډونوال خپل تضمین له ځان سره ولري.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۱۰:۴۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

د لوړو زده کړو و زارت اړوند کابل پوهنتون ریاست د ۱۴۰۲ل کال لپاره د کابل پوهنتون فاضلابو د تصفیه کولو او فعالولو د تهیه او تدارکاتو پروژه په قرار داد ورکوي، په شرایطو برابر ټولو کسانو ته . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۲:۲۵
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

د فورم شمارهP_ 01

د لوړو زده کړو وزارت اړوند کابل پوهنتون ریاست د ۱۴۰۲هـ ش کال له مخې د جامع مسجد، د څیړنو مرکز، د محصلینو پارک شاوخوا، د سیدجمال الدین مقبرې شمال لور، د عامه ادارې او . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۴:۵۷
Background image

تدارکاتی خبرتیا!

د فورم شمېره P_ 01

د لوړو زده کړو وزارت اړوند، کابل پوهنتون د ۱۴۰۲ هـ ش کال له مخې په دوو لات کې د کابل پوهنتون   لیلیې د دیوالونو رنګول، موکیت فرش او اوبو رسولو سیستم جوړولو پروژه په . . .

Back to tenders

گالری رسانه

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.

کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند د انګلیسي ډيپارتمنت لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شوی، چې د هیواد د مختلفو پوهنتونونو علمي کادري بستونو د آزموينې ترڅنګ استادان پکې خپلې علمي څېړنې کوي او محصلین هم ترې په مختل

څه باید وکړو/ چی باید کرد? د (څه باید وکړو؟) تر عنوان لاندې د چاپیریال ساتنې په تړاو هنري تمثیل وړاندې شو. د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د تیاتر ډيپارټمنټ محصلینو له لوري د لارښود استادانو په لارښوونه د "څه باید وکړو؟" تر عنوان لاندې د چاپیریال سات

د معلوماتي ټکنالوژي پوهنځي د کابل پوهنتون یو له هغو پوهنځيو څخه ده چې د مکرويانو سیمه کې قرار لري. د دې لپاره چې د یادې پوهنځي له علمي، اداري او تدریسي چارو څخه خبر شی، نو لاندي ويډيويي را پور وګورئ!

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو