تعلیمی پروګرامونه

د کمپیوتر ساینس پوهنځی د لسانس په کچه په لاندی دریو څانګو کی محصلین روزی:

  • د سافتویرونو انجینری
  • معلوماتی سیستمونه
  • معلوماتی تکنالوژی

د پوهنځي د لسانس نصاب د په څلورو  کلونو یعنی اتو سمسترونو کی تنظیم شوی پروګرام دی. لومړی کال (2 سمسترونه) د کمپیوټر ساینس اساسي او عمومی مضامین دی او وروستی درې کلونه (6 سمسترونه) په درېو بیلابیلو څانګو کی احتصاصی مضامین وړاندې کوي. همدا راز د کمپیوتر ساینس پوهنځی د معلوماتی سیسټمونو او معلوماتی تکنالوژی په څانګو کې د ماستری پروګرام هم لری. د ماستری پروګرام په دوه کلونو (4 سمسترونو) کې جوړ شوی دی. لومړنۍ 3 سمسترونه مضامین او څلورم سمستر د تیزس لپاره وقف شوی دی.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم