تر لیسانس پورته(فوق لیسانس) پروګرامونو د انسجام بورډ

دغه بورډ په کابل پوهنتون کې د تر لیسانس پورته (ماسټري او دوکتورا) پروګرامونو د مشرۍ، انسجام او تنظیم په موخه جوړه شوې ده. دا برخه په ۱۳۹۲هـ ل کال کې هغه مهال جوړه شوه چې په دغه پوهنتون کې د ماسټرۍ لومړنی پروګرام پیل شو. دا برخه اوس هم خپلوفعالیتونو ته ادامه ورکوي. یاده کمېټه د علمي مرستیالیت تر مستقیمې لارښوونې او مشرۍ لاندې فعالیت کوي، په کابل پوهنتون کې خپلې جلسې کوي او تر لیسانس پورته پروګرامونو د کیفي او کمي څېړنو د کیفیت لوړېدو لپاره هڅه کوي.

له بلې خوا دغه بورډ د پوهنتون په کچه د ماسټرۍ او دوکتورا د برنامو د تدریس چارې څاري او هغه ارزوي. ددې بورډ غړي د پوهنتون د هغو پوهنځیو یو یو لوړرتبه استاد دی چې عملا د ماسټرۍ یا دوکتورا برنامې لري.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون د رغنيزو چارو په جریان کي نن د لوړو زده‌کړو وزارت او کابل پوهنتون ترمنځ د نښلونکي سړک د پراخوالي چاري پیل شوې.

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم