تحصیلی پروګرام

په ځمکپوهنه پوهنځي کې محصلان د څلورو کلونو لپاره زده کړي کوی. د څلورو کلونو درسي پروګرام په اتو سمسترونو ویشل شویدی. د څلورکلنۍ دوری له پای ته رسولوسره سم محصلان، خپل لیسانس ددې پوهنځی د دری ګونو څانګو، هایدرومتیورولوژي، جغرافیې او جیولوجي له یو څانګې څخه تر لاسه کوي

     لرلید

د ځمکپوهني پوهنځی د غوره او ګټورو علمی تحصیلی خدمتونو په وړاندی کولو سره، ددې هیواد ځوان نسل ته قدرت وربښلی او ددوی د وړتیا لپاره یې لاره هواره کړیده چې دا د هیواد د ټولنې د پرمختګ او روښانتیا لپاره تر ټولو غوره لاره ده. د ځمکپوهني پوهنځي لیدلوری د یو علمي تحصیلی سیستم رامنځته کول دی چې؛ له لوړ کیفیت برخمن وی او د ټولونړیوالیو نورمونو او ستنډردنونو سره یو شان، د هر ډول تعصب او منفي اړخونو څخه پاک، چې له یو لوري په نویې تکنالوژي سمبال او له بل لوري، د لوړ علمی او اداری مدیریت درلودونکی وی او د کابل پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت په کچه عالی اعتبار او ځای ولری.

     ماموریت

د ځمکپوهني پوهنخي د کابل پوهنتون د ۲۱ ګانه پوهنځیو له ډلی څخه هغه پوهنځۍ ده چې د دریو څانګو لکه هایدرومتیورولوژي، جیولوجی او جغرافی په مرسته د ځمکې اتموسفیر، هایدروسفیرو لیتوسفیر او بایوسفیر تر څیړنې لاندې نیسي. دغه پوهنځۍ د دریو فارغوونکو څانګو په درلودلو سره په ۱۳۵۹ه ش کال د ځمکې پیژندونکو د روزنې په موخه رامنځته شو، او تر اوسمهال یې په زرګونو محصلان د ځمکې علومو په بیلابیلو برخو لکه اوبه، هوا، معدنونه، طبیعي زیرمې، جغرافیه، چاپیریال ساتنه کې یې د لیسانس په کچه روزلی چې په بیلابیلو سکتوری وزارتونو او ځانګړو ادارو کې په دنده بوخت دی، دا په داسی حال کې ده چې په هیواد کې لا تر اوسه ځمکه پيژندونکو ته اړتیا لیدل کیږي، چې د هیواد د طبیعی زیرمو څخه په ګټه اخیستنه کې کلیدی رول لری.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم