تاریخچه
د کابل پوهنتون معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز د برلین تخنیکي پوهنتون په همکارۍ د 1382هـ ل کال په حمل میاشت کې تأسیس شو. د معلوماتي ټکنالوژۍ د خدمتونو وړاندې کول، د پوهنتون په کچه د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د اسانتیاوو برابرول او ټکنالوژۍ په برخه کې داستادانو، کارکوونکو او محصلینو د ظرفیت لوړول د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز له موخو څخه دي. د یادولو وړ ده چې د دغه مرکز په جوړېدو سره کابل پوهنتون د الکترونیکي زده کړو زمینه برابره کړه.