د بشر حقونو په تمثيلي محکمه کې د کابل پوهنتون د محصلینو له قهرماني څخه یادونه وشوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۰:۵۱
ku

د کابل پوهنتون د محصلینو چارو معاونیت د روان کال د مرغومي میاشتې په ۳۰ نېټه د سې شنبې په ورځ په یو لړ مراسمو کې د بشر حقونو تمثیلي محکمې په ملي سیالي کې د پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي تمثیلي محکمې ټیم له لوري، چې په کابل کې جوړه شوې وه، د شرعیاتو پوهنځي محصلینو د دې سیالیو لومړی مقام تر لاسه کړ.

دا غونډه د کابل پوهنتون د رییس او مرستیالانو، د ولسي جرګې یو شمېر استازو، د پوهنځیو رییسانو او د کابل پوهنتون استادانو، محصلینو او د محصلینو اتحادیې غړو او د شرعیاتو او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د تمثیلي محکمې ټیم په ګډون د ښکلو هنرونو پوهنځي د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري پدې مراسمو کې وینا وکړه او پدې سیالیو کې یې د کابل پوهنتون محصلینو په اتلولي د خوښي ښودو ترڅنګ یې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ته د لومړي مقام مبارکي ورکړه او د دې علمي لاسته راوړنې له ټولو دخیلو کسانو له هڅو څخه یې مننه وکړه. ښاغلي بابري د تمثیلي محکمې د سیالي د اهمیت په اړه وویل: په خواشینۍ سره د زیاتو هڅو او کوښښ ترڅنګ مونږ د بې ثباتي له ډولونو، د قانون په حاکمیت کې ټولنیزې، اقتصادي او سیاسي نابرابري، په قضایه قوه کې ضعیف او د هیواد په محکمو کې ستونزې تر سترګو کیږي، چې د دې ترڅنګ د محصلینو ترمنځ د تمثیلي محکمو سیالي جوړېډل او رونق ورکول، چې د هیواد د سبا مدیران دي او همدارنګه په هیواد کې قضایه څانګه زیاته مهمه ده، چې پدې توګه د کابل پوهنتون د حقونو او شرعیاتو پوهنځیو ته د یو ځانګړي ځای ته قایله ده او همدارنګه د ټولو محصلینو په لاسته راوړنو او ویاړونو ویاړي، چې په سختو شرایطو کې هغه تر لاسه کوي.

پوهاند بابري د خپلو خبرو په لړ کې وویل: د پوهنتون د ښه والي لپاره جدي کارونو د جریان ترڅنګ بیا هم یوه اندازه ستونزې احساسیږي، چې د پوهنتون د بدلون برنامه، چې اوس د پوهنتون د رهبري له لوري جوړه شوې ده، دې ستونزو په څانګړې توګه د محصلینو د خدمتونو برخې ستونزو ته رسېدل وشي.

د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین، د شرعیاتو پوهنځي استاد لطف الرحمن سعید، د کابل پوهنتون استاد او د طبیعي پېښو په چارو کې د دولت پخوانۍ وزیر پوهندوی نجیب اقا فهیم په ولسي جرګه کې د خلکو استازي ښآغلي عمر نصیر مجددي او دشرعیاتو پوهنځي د تمثیلي محکمې د ټیم په استازیتوب ښاغلي بختیار هر یو په خپل وار سره د دې لاسته راوړنو په اهمیت، د محصلینو او استادانو او د پوهنتون په ویاړونو کې د دوی رول اړوند هڅې او د هیواد د چارو د ښه والي اړوند یې خبرې وکړې او دا لاسته راوړنې یې د کابل پوهنتون په څانګړې توګه د شرعیاتو پوهنځي محصلینو او استادانو ته مبارک ووایه.

د بشر حقونو تمثیلي محکمې ملي سیالي سږ کال د هیواد د ۸ دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه ۹ ټیمونو په ګډون جوړه شوې وه، چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي ټيم د سلام خصوصي پوهنتون سره په سیالي کې لومړی مقام او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د دې سیالیو درېم مقام تر لاسه کړ. همدارنګه د یادونې وړ ده، چې د شرعیاتو د پوهنځي ټیم د اتلولي ټیمي جایزې ترڅنګ یې د دې سیالي د غوره وړاندې کوونکې او دفاعیه کوونکي جایزه هم تر لاسه کړه، چې دا غونده د دې لاسته راوړنو لپاره جوړه شوې وه او د کابل پوهنتون رهبري څخه د کابل پوهنتون دواړو ټیمونو غړو ته ستاینلیکونه ورکړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د طبیعي علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه پرلیکه شوه

د کابل پوهنتون د مجلو او ژورنالونو آمریت ویاړي چې د طبیعي علومو نړیوال ژورنال (Journal of Natural Science Review) د ۲۰۲۵م کال درېیمه ګڼه يې پرلیکه کړه.

په دې ګڼه کې د کورنیو او بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۱:۱۸
Background image

اداري کارکوونکو ته ديني-علمي سیمنار دایر شو

د کابل پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته يو ورځنی ديني-علمي سيمينار ترسره شو. په دې سیمینار کې د وظيفې اړوند ديني او اداري مسؤوليتونو موضوع باندې بېلابېلو ويناوالو مفصلې ويناوې وکړې.

په. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: