د کابل پوهنتون رهبري هیئت د پوهنتون د لړم میاشتې دولسمې نېټې پېښې یو شمېر شهیدانو د فاتحې په مراسمو کې ګډون او د دوی له کورنیو سره یې غمشریکي وکړه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۵ - ۱۷:۱۱

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري، د پوهنتون ریاست مرستیالانو، د پوهنځیو رییسانو او استادانو د روان کال د لړم میاشتې په ۱۵ نېټه د پنجشنبې په ورځ د پوهنتون د لړم میاشتې ۱۲مې نېټې پېښې شهیدانو د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ. نوموړي پدې مراسمو کې د ګډون تر څنګ د پېښې شهیدانو پاک روح ته  دعا، د دوی له محترمو کورنیو سره ولیدل او خواخوږي یې وکړه او د لوی الله ج له درباره یې شهیدانو ته د مغفرت او د دوی محترمو کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه. د افغانستان اسلامي جمهوریت د دې پېښې د شهیدانو کورنیو سره ۱۰۰ زره افغانۍ او د ټپیانو له کورنيو سره یې ۵۰ زره افغانۍ نقدي مرسته استولي وې، چې د دې مرستو ویش په عملي ډول د کابل پوهنتون د رییس له لوري ډول پیل او په پام کې ده د دې پېښې ټولو کورنیو ته به وویشل شي.

کابل پوهنتون په پام کې لري، چې د دې پېښې شهیدانو ته د درناوي په موخه د غمرازي مراسم جوړ، چې وروسته به اعلان شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۴۳
Background image

الدعوة لتقديم الأبحاث والمقالات العلمية للنشر في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل

تقبل رئاسة المجلات في وكالة البحث والتحقيق لجامعة كابل الأبحاث والمقالات العلمية في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل (JIS) ، وتدعو الباحثين والعلماء الكرام إلى تقديم الأبحاث. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۳۹
Background image

د محصلينو ظرفیت لوړونې برنامې پیل شوې

د کابل پوهنتون د محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېلې وړیا روزنیزې برنامې پیل شوې.

په دغو برنامو کې د ژبو، کمپیوټري زده‌کړو، ویناوالۍ، شغلي مهارتونو، د څېړنې میتودونه، خطاطۍ، SPSS. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: