د کرنیزو کاروبارونو رامنځته کولو سیالۍ اړوند غونډه ترسره شوه
د افغانستان د زراعت پوهنځیو د محصلینو ترمنځ د «کرنیزو کاروبارونو رامنځته کولو» سیالۍ د همغږۍ غونډه په آنلاین بڼه ترسره شوه.
په غونډه کې د کابل پوهنتون رئیس، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د انسجام رئیس، د زراعت پوهنځي رئیس، د امارتي پوهنتونونو د محصلانو مرستیالانو او آمرینو، او د زراعت پوهنځیو رئیسانو ګډون کړی و.
د غونډې په ترڅ کې د کرنیزو کاروبارونو رامنځته کولو د سیالۍ پر موخو او اهمیت، د سیالۍ د ترسره کېدو پر څرنګوالي، د اړوندو پوهنتونونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو، د سیالۍ د پړاوونو د تنظیم، د محصلینو د ګډون د شرایطو، د طرحو د ارزونې او د غوره طرحو د انتخاب پر میکانیزم بحث او خبرې وشوې. همدارنګه، د سیالۍ د روڼتیا او منظم مدیریت اړوند پرېکړې وشوې.
دغه سیالي د کابل پوهنتون په نوښت او د لوړو زده کړو وزارت تر نظارت لاندې د امارتي پوهنتونونو د زراعت پوهنځيو د محصلانو ترمنځ په درې پړاوونو کې ترسره کېږي.
لومړی پړاو به د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د عقرب په میاشت کې پیل شي. لومړی او دوهم پړاوونه په اړوندو پوهنتونونو کې ترسره کېږي، چې محصلین پکې لیکلې ازموینه ورکوي او خپلې زراعتي ـ کاروباري طرحې چمتو کوي. له هر پوهنتون څخه درې غوره طرحې د دريم پړاو (عمومي سیالۍ) په موخه کابل پوهنتون
ته معرفي کېږي.
د سیالۍ په پای کې د ملک په کچه لس غوره طرحې او همدارنګه له هر پوهنتون څخه یوه غوره طرحه انتخابېږي او د عملي کولو لپاره ورسره مناسبه همکاري کيږي.
