د کابل پوهنتون د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۹:۱۶
56464888

بسم الله الرحمن الرحیم

《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُور》[ آل عمران: 185]

د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د متقاعد استاد ارواښاد ډاکټر محمدا جان حقپال د وفات له امله، د نوموړي له کورنۍ، له ادبیاتو پوهنځي او په ټوله کې له هېوادوالو سره خپله خواږي او تسلیت څرګندوو.

ارواښاد ډاکټر حقپال په خپل وخت کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي له هڅاندو، ژمنو او مسلکي استادانو څخه و، چې د خپل عمر ډېر کلونه یې د هېواد د اولادونو په روزنه کې تېر او د عمر تر پایه یې له کابل پوهنتون سره خپلې علمي اړیکې وپاللې.

د افغانستان په علمي ډګر کې د نوموړي علمي او روزنیزې هڅې به نه یوازې؛ دا ډګر روښانه وساتي، بلکې هڅه مو داده، چې د نورو ژمنو، متخصصو او مسلکي کادرونو په ملاتړ دا ډګر نور هم پیاوړی او ځلاند شي.

د کابل پوهنتون د استادانو، کارکوونکو او محصلینو په استازۍ د نوموړي وفات د ادب په برخه کې ستره تشه بولو او له لوی خدای جل‌جلاله څخه ورته د جنت‌الفردوس غوښتنه کوو، آمين.

د کابل پوهنتون رهبري

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۴۶
Background image

د پوهنتون ممتاز محصلان وستايل شول

د کابل پوهنتون ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې، د دې پوهنتون د ښاغلي رئیس، محترمو مرستیالانو، د پوهنځیو قدرمنو رئیسانو استادانو او محصلانو په حضور کې وستايل شول.

په دې ستاينغونډه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۸:۳۷
Background image

د علمي چارو معین د کابل پوهنتون له استاذانو سره مجلس وکړ

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين د کابل پوهنتون د استادانو له استازو او د پوهنځيو له رئيسانو سره د دې پوهنتون د رئيس او مرستیالانو په حضور کې مجلس وکړ.

په دې غونډه کې د دې پوهنتون رئیس. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: