د حقوقي ستاژرانو فراغتغونډه تر سره شوه

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۶
25555

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د حقوقي ستاژ څوارلسمې دورې (۷۶) محصلین د تخصص په کچه فارغ کړل، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبرۍ ، عدلیې وزارت، سترې محکمې استازو، د حقوقي زده کړو ملي مرکز استادانو او محصلینو ګډون کړی وو.

ویناوالو د نوموړي مرکز کړنې وستایلې او په عملي برخو کې یې له څلور کلن مزل وروسته د محصلینو لپاره یو کلن ستاژ په اړوندو برخو کې یو اهمیت او ضرورت یاد کړ.

د حقوقي زده کړو ملي مرکز د کابل پوهنتون ریاست لاندې د یو کلن ستاژ په بېلا بېلو برخو کې د تخصص او حقوقي ظرفیت لوړونې په کچه وړ او مسلکي کسان ټولنې ته وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده چې له دې برنامې څخه د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلان او همدرانګه د دیني مدارسو فاضلان مستفید کیږي چې د یوه کال په موده کې اړونده برخه کې عملي زده کړي تر لاسه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

د کابل پوهنتون د جديدالشمول محصلانو د ښه راغلاست غونډه جوړه شوه

د کابل پوهنتون د جديدالشمول محصلانو د ښه راغلاست غونډه د لوړو زده کړو محترم وزیر شيخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په حضور کې د محصلانو معاونیت له لوري ترسره شوه.

په دې غونډه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۸:۴۴
Background image

د کمپیوټر ساینس د دکتورا محصلینو او اړوند ادارو ترمنځ علمي ـ څېړنیزه ناسته ترسره شوه

د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د دوکتورا دورې د محصلینو او یو شمېر امارتي او خصوصي ادارو د استازو ترمنځ علمي ـ څېړنیزه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د کورنیو چارو، عامې روغتیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

له کرنې تر سوداګرۍ؛ د کرنیزو فرصتونو د رامنځته کولو په اړه ورکشاپ جوړ شو

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي له لوري «له کرنې تر سوداګرۍ؛ د کرنیزو فرصتونو د رامنځته کولو لارې چارې» تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي ـ عملي ورکشاپ جوړ شو.

د ورکشاپ موخه د کرنې په برخه کې. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: