نويو برياليو محصلینو ته ښه راغلاست او مبارکي

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۱:۸
998874

د کابل پوهنتون مشرتابه، استادان او کارکوونکي د ۱۴۰۴ شمسي کال د عمومي کانکور ازموینې له لارې دې ستر علمي بنسټ ته د بریاليو شویو محصلینو تود هرکلی کوي او دوی، د دوی درنو کورنیو، استادانو او هېوادوالو ته یې مبارکي وایي.

کابل پوهنتون، چې د افغانستان یو مخکښ او ارزښتناک اکاډميک مرکز بلل کېږي، ژمن دی چې د هېواد ځوان نسل د اسلامي اصولو او ملي ارزښتونو سره سم د عصر د اړتیاوو په پام کې نيولو سره وروزي، او هغوی د علم، پوهې، اخلاقو او تخصص پر مټ د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره چمتو کړي.

د پوهنتون اداره ټولو قدرمنو نویو محصلینو او د هغوی درنو کورنیو ته ډاډ ورکوي چې د تدریس، علمي منابعو، څېړنو، ظرفیت لوړونې، استوګنې او نورو اړینو برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې دي، او دا امکانات به د لوړو زده کړو وزارت د پراخېدونکو پلانونو سره سم لا نور هم وغځېږي.

سږکال، د کانکور ازموینې د پایلو له مخې، کابل پوهنتون ته د ليسانس په کچه ۴۸۳۰ تنه محصلین د سهارنيو او ۱۴۹۰ تنه د ماښامنیو پروګرامونو لپاره بریالي شوي دي. د دوی د نوملیکنې بهیر به د ځانګړي مهالوېش له مخې ژر اعلان او عملي شي.

همداراز، په نږدې اونیو کې د فوق ليسانس د ۴۳ پروګرامونو لپاره آزموینه اخیستل کېږي، چې له مخې به يې ۸۲۴ تنه محصلین د ماسترۍ او ۷۰ تنه د دوکتورا په پروګرامونو کې جذب شي.

کابل پوهنتون ټولو نویو محصلینو ته یو ځل بیا مبارکي وایي او د علم، پوهې او خدمت په لاره کې ورته له الله جل جلاله څخه د بریا غوښتنه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۳۴
Background image

د نشراتي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

د نشراتي چارو کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو لوړولو، د رسنیزو فعالیتونو معیاري کولو او د علمي او اکاډمیکو فعالیتونو اغېزناک انعکاس په موخه د کابل پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو امریت له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۸:۳۵
Background image

د فوق لیسانس برنامو د پالیسۍ سند د تشرېح ناسته ترسره شوه

د کابل پوهنتون د فوق لیسانس برنامو د انسجام امریت له لوري د دغه پوهنتون د پوهنځیو رئیسانو، د فوق لیسانس برنامو واجد شرایطو استادانو، د امارتي پوهنتونونو استادانو، د پولیسو اکاډمۍ د فوق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۲۷
Background image

د پوهنتون رهبرۍد ممتازه محصلانو سره ګډه ناسته ترسره کړه

د محصلانو د تحصيلي، اداري او خدماتي چارو د لا سمون او د دوی د هڅونې په موخه، د کابل پوهنتون ښاغلي رئيس او ښاغلو مرستيالانو د دې پوهنتون د ټولو پوهنځیو له قدرمنو ممتازو محصلینو، د لیلیو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: