په ځمکپوهنه پوهنځي کې د یخچالونو ساتنې او ارزونې په تړاو ۵ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۴:۲۶
61542

د روان کال کب میاشتې په ۳ نېټه د کابل پوهنتون په ځمکپوهنه پوهنځي کې د اوبو سرچینو، یخچالونو ساتنې، څارنې، ارزونې او تحلیل په اړه جوړ شوی ۵ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

نوموړي ورکشاپ ۵ ورځې دوام وکړ، چې د ځمکپوهنې، انجینري، کرنې او چاپیریال پوهنې پوهنځیو ۲۰ تنه استادانو پکې ګډون کړی وو. ددې ورکشاپ موخه اوبو سرچینو مدیریت، پلان جوړونې او تصمیم نیولو په خاطر د هایدورلوژي مدل پلي کېدل وو.

په دې ورکشاپ کې د کمپیوټري مدلونو څخه په ګټه اخیستنې سره د یخچالونو، د هېواد اوبو سرچینو تحلیل او ارزونه وشوه او د هغه د ساتنې او مدیریت په اړه بحث ترسره شو.

د ورکشاپ وروستۍ ورځ د ځمکپوهنې پوهنځي څلورم ټولګي محصلینو او استادانو د اوبو او انرژۍ وزارت مسؤلینو سره په همغږۍ د عملي کار په ساحه کې عملي کار ترسره کړل.

نوموړی ورکشاپ د ځکمپوهنې پوهنځي هایدرو میترولوژي څانګې استادانو لخوا جوړ شوی وو، د یاد ورکشاپ په پای غونډه کې د کابل پوهنتون مرستیالانو او د ځمکپوهنې پوهنځي رئیس هم برخه اخیستې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۹:۴۸
Background image

د هنرونو پوهنځي نوی رئیس معرفي شو

د کابل پوهنتون د هنرونو پوهنځي د پخواني رئيس تر تقاعد وروسته، ښاغلی استاد وثیق الله شریفي د یاد پوهنځي د نوي رئيس په توګه استادانو، کارمندانو او محصلینو ته ور وپېژندل شو.

 د نوموړي د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۷:۲۴
Background image

د ځغاستي دوه ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

په دې سیالیو کې، چې د کابل پوهنتون سربېره د کابل طبي، ښوونې او روزنې، پولي تخنیک او البېروني پوهنتونونو د محصلینو په کې ګډون وکړ، د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د ماسټرۍ برنامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۴:۵۵
Background image

نویو محصلینو ته د ښه راغلاست مراسمو لړۍ پیل شوه

 د کابل پوهنتون نویو محصلینو ته ښه راغلاست مراسمو لړۍ د دغه پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت لخوا پیل شوه.

په دې لړۍ کې چې پنځه ورځې به دوام وکړي، د پوهنتون د مسوولینو لخوا محصلینو ته د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.

کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند د انګلیسي ډيپارتمنت لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شوی، چې د هیواد د مختلفو پوهنتونونو علمي کادري بستونو د آزموينې ترڅنګ استادان پکې خپلې علمي څېړنې کوي او محصلین هم ترې په مختل

څه باید وکړو/ چی باید کرد? د (څه باید وکړو؟) تر عنوان لاندې د چاپیریال ساتنې په تړاو هنري تمثیل وړاندې شو. د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د تیاتر ډيپارټمنټ محصلینو له لوري د لارښود استادانو په لارښوونه د "څه باید وکړو؟" تر عنوان لاندې د چاپیریال سات

د معلوماتي ټکنالوژي پوهنځي د کابل پوهنتون یو له هغو پوهنځيو څخه ده چې د مکرويانو سیمه کې قرار لري. د دې لپاره چې د یادې پوهنځي له علمي، اداري او تدریسي چارو څخه خبر شی، نو لاندي ويډيويي را پور وګورئ!

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې: