د کابل پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي د البیروني پوهنتون سره د سټډیو وسایلو او تجهیزاتو مرسته وکړه
د کابل پوهنتون ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځي ۱۲۸ قلمه د سټډیو بیلابیل وسایل دروان کال لیندۍ میاشتې په ۹ نېټه د البیروني پوهنتون سره مرسته وکړه.
په دې وسایلو کې د فلمبردارۍ، عکاسۍ کمرې، لودسپیکر، پي سي یو، ریسور، د کمرې پایې او ۱۰ قلمه قیمتي اجناس چې د معیاري سټډیو جوړولو لپاره اړین وو، شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې نوموړي وسایل او تجهیزات د طلوع ټلویزون لخوا د کابل پوهنتون ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځي ته ډالۍ شوي وو او کابل پوهنتون پریکړه وکړه، چې هغه دالبیروني پوهنتون سره د استفادې په موخه مرسته وکړي.