د انجینري پوهنځي ماستري برنامې دفاع ترسره شوه

د روان کال وږي په ۱۸ نېټه د شنبې په ورځ د کابل پوهنتون انجینري پوهنځي اکترونیک او برق څانګې ماسترۍ برنامې لومړۍ دورې فارغینو تزس دفاع ترسره شوه.
په دې غونډه کې د پوهنتون رئیس او محصلانو چارو مرستیال، د برېښنا شرکت عملیاتي رئیس، د انجینري پوهنځي رئیس او استادانو برخه اخیستې وه.
د انجینري پوهنځي رئیس ښاغلی دکتور عبدالقیوم کریم د الکترونیک او برق څانګې ماسترۍ برنامې د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ د میلمنو له ګډون څخه مننه وکړه او فارغو محصلینو ته یې مبارکي ورکړه.
د کابل پوهنتون رئیس دکتور اسامه عزیز د خبرو په لړ کې د انجینري پوهنځي رهبرۍ او استادانو له کار او هڅو او همدارنګه د برېښنا شرکت مسؤلینو له ګډون څخه مننه وکړه او د محصلینو عملي کارونو پر اهمیت او اړتیا یې خبرې وکړې.
نوموړي زیاته کړه: ((د نظام رهبري هڅې کوي، تر څو د هېواد په داخل کې د لوړو زده کړو لپاره په لوړو برخو کې د ظرفیت لوړونې زمینه برابروي او دغه مسئله د متخصصو کادرونو په روزلو او پر ځان بساینې په برخه کې مرسته کوي.))
په همدې حال د برېښنا شرکت عملیاتي رئیس صفي الله احمدزي په یاده غونډه کې ګډون له امله خوښي څرګنده کړه او د برق څانګې محصلینو څخه وغوښتل؛ تر څو نوې تکنالوژي د برق په څانګه کې زده کړي. نوموړي د برېښنا شرکت په بیلابیلو برخو کې د ستونزو یادولو سره د کابل پوهنتون څخه د مرستې غوښتنه وکړه. همدارنګه ښاغلي احمدزي ژمنه وکړه، چې د انجینري پوهنخي برق څانګې محصلینو لپاره به عملي کار زمینه برابروي.
د انجینري پوهنځي الکترونیک او برق څانګې ماسترۍ برنامې لومړۍ دورې څخه ۱۲ تنه فارغ شول او له خپلو تزسو څخه یې په بریالي توګه د فاع وکړه.