د انرژۍ انجینرۍ دیپارټمنټ
الف د ډيپارټمنټ پېژندنه:
د انرژۍ انجنیرۍ دیپارټمنټ د انرژۍ د تولید سکتور اړتیاوو ته په کتو په ۱۳۹۳ هـ ل کال کې د انجینرۍ پوهنځي په چوکاټ کې جوړ شوی دی.
ب د ډيپارټمنټ موخې:
۱- لیدلوری:
دغه دیپارټمنټ د انرژۍ په برخه کې د غوره فعالیتونو په موخه د څېړنو زمینه برابروي. د لمریزې انرژۍ، بیوګاز، باد، د اوبو انرژۍد سرچینو، د فزیکي سیستمونو د کار او د ځیرکو سیسمتونو د طراحۍ په مرسته د انسان او طبیعت همغږي کول.
۲- ماموریت:
د نوې کېدونکې انرژۍ د سرچینو د علمي کارونې په موخه د مهارتونو پیاوړي کول، ددغه انرژۍ د د اغېزناکتوب لپاره د دایمي سیستمونو جوړول او په دې موخه د وړ، ژمنو او نوښتګرو انجینرانو روزل، چې وکړی شي د اوبو، لمر، د انرژي له دایمي سیستمونو او ځیرکو سیستمونو د انرژۍ د تولید په برخه کې رغنده فعالیتونه ترسره کړي.
۲- بنسټي موخې:
دا دیپارټمنټ هڅه کوي ژمن انجینران وروزي، څو په خپله برخه کې متخصص وي او تر فراغت وروسته به لاندې وړتیاوې ولري:
- په انجینري-تخنیکي مؤسسو کې د تدریس وړتیا
- د نوې کېدونکې انرژۍ، ځیرکو ودانیو، د تدوین، طراحۍ او څارنې وړتیا
- د اوبو، لمریزې برېښنا او باد د انرژۍ اړوند د عملي او علمي څېړنو د ترسره کولو وړتیا
- د مسلکي-تخنیکي ظرفیت د لوړولو لپاره د روزنیزو پروګرامونو د طراحۍ وړتیا
- په صنعتي او هستوګنیزو ودانیو کې د انرژۍ د وېش طراحي
- او د ماسټرۍ پروګرام ته د محصلینو جذب.
ج. نصاب تحصیلی (مضامین تخصصی)