د محاسبې ډيپارټمنټ

پېژندنه

د محاسبې ډيپارټمنټ د اقتصاد پوهنځي یو له مهمو علمي او تخصصي څانګو څخه دی چې د کورنیو او نړیوالو معیارونو پر بنسټ د دې پوهنځي د نورو ډيپارټمنټونو تر څنګ، د علمي کچې د لوړولو او د تحصیلي او تخصصي اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول لوبوي. دغه ډيپارټمنټ له بیا فعالیدو وروسته هڅه کړې چې مسلکي او وړ علمي کدرونه ټولنې ته وړاندې کړي. د محاسبې ډيپارټمنټ په ۱۳۹۵ کال کې د ټولنې د اړتیاوو په پام کې نیولو سره، د لوړو زده کړو محترم وزارت، د ماليې محترم وزارت او د کابل پوهنتون ترمنځ د هوکړې له مخې د اقتصاد پوهنځي په چوکاټ کې بیا فعاله شو.  په دې وروستیو کې د علمي ظرفیت لوړولو، مسلکي‌کېدو، او د نړیوالو معیارونو سره د همغږۍ په موخه، دې ډيپارټمنټ د لوړو زده کړو محترم وزارت، کابل پوهنتون، د مالیې محترم وزارت د خزاینو عمومي ریاست د مسلکي محاسبینو ریاست سره په همکارۍ، د مالیزیا له نړیوال اسلامي پوهنتون سره د لیسانس او ماسټرۍ په کچه هوکړه ترسره  کړې، چې له مخې به یې مسلکي کدرونه د ټولنې د اړتیاوو او د وخت د غوښتنو سره سم ټولنې ته وړاندې شي.

د دې ډيپارټمنټ تحصیلي نصاب د کریډیټ سیسټم پر بنسټ جوړ شوی دی او زده‌کوونکي د کانکور د ازموینې له لارې، د لوړو زده کړو محترم وزارت لخوا، د محاسبې په رشته کې د تحصیل لپاره را پېژندل کېږي. د مضامینو درسي مواد د کورنیو او نړیوالو معیارونو سره سم، او د  ACCA پروګرام د ۹ ماډیولونو د معافیت تر لاسه کولو لپاره، په انګلیسي ژبه تدوین او تنظیم شوي دي. ملي ژبې او انګلیسي ددې ډيپارټمنټ د تدریس ژبې دي. له پشتني بانک سره د هوکړې له مخې د دې ډيپارټمنټ محصلین د کار زده کړې په موخه عملي زده کړې ترلاسه کوي.

د محاسبې ډيپارټمنټ فارغان د امارتي، خصوصي او نړیوالو سکټورونو د پراخو کاري فرصتونه څخه برخمن دي چې په محاسبه، مالي راپور ورکولو، مالي تحلیل، تمویل، پانګه اچوونې، مالي مدیریت، مالیاتو محاسبې، داخلي کنټرول، تفتیش او نورو اړوندو برخو کې دندې تر سره کوي. د محاسبې د کاري فرصتونو مهمې برخې دا دي:

  • مالي محاسبه، مالي راپور ورکول او مالي تحلیل

  • د لګښتونو محاسبه، مدیريتي محاسبه، د پروژې مدیریت محاسبه، د کړنو مدیریت او د سټراټیژیک مدیریت محاسبه

  •  شرکتي حاکمیت، داخلي کنټرول، تفتیش او د تضمین خدمتونه

  • تمویل، پانګه اچونه، د ریسک مدیریت، مالي موډل جوړونه او مالي مدیریت

  • مالیات او د مالیاتو محاسبه

  • د عامه سکټور محاسبه، عامه تدارکات او عامه-خصوصي مشارکت

لرلید

د محاسبې په زده کړه او څېړنه کې د اسلامي ارزښتونو او نړیوالو غوره کړنلارو پر بنسټ په سیمه‌ییزه کچه د یو باوري او مخکښ مرکز په توګه پېژندل کېدل.

 

ماموریت

د امانتدارۍ، حساب ورکونې، او شفافیت په رامنځ ته کولو سره د ټولنې د پایښت لرونکي پرمختګ لپاره د محاسبې په برخه کې د اسلامي ارزښتونو او د محاسبې نړیوالو بنسټونو له معیارونو سره سم د لوړ کیفیت لرونکو زده‌کړو او څېړنو وړاندې کول.

 

موخې

  • د محاسبې په برخه کې د اسلامي ارزښتونو او نړیوالو معیارونوپر بنسټ په لوړ کیفیت د علمي زده‌کړو وړاندې کول.

  • د محاسبې په زده‌کړه او څېړنه کې د مسلکي اخلاقو، امانتدارۍ، حساب ‌ورکونې او شفافیت د کلتور غښتلي کول.

  • د ټولنې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د محصلینو د علمي، تحلیلي او عملي مهارتونو او وړتیاوو پیاوړي کول.

  • له اړوندو بنسټونو سره د پایښت لرونکي پرمختګ په موخه، په څېړنه، نوښت او مسلکي برخو کې د اړیکو پراخول.

 

د لسانس دورې تحصیلي نصاب

د مسلکي مضامینو لیکلړ/ لیست مضامین مسلکی/ Core Subjects

ګڼه

د مضمون ډول

کریډټ

د مضمون نوم په (پښتو)

نام مضمون ( به دری)

Name of Subject by (English)

دمضمون کوډ

۱

مسلکي

3

د مالي محاسبې بنسټونه ۱

اساسات محاسبه مالی ۱

Fundamentals of Financial Accounting 1

EC-A-110

۲

مسلکي

3

په تیوري او عمل کې مدیریت

مدیریت در تیوری و عمل

Theory and Practice of Management

EC-A-120

۳

مسلکي

3

بازار موندنه

بازاریابی

Marketing

EC-A-121

۴

مسلکي

3

د مالي محاسبې بنسټونه ۲

اساسات محاسبه مالی ۲

Fundamentals of Financial Accounting 2

EC-A-211

۵

مسلکي

4

د مدیریتي محاسبې بنسټونه

اساسات محاسبه مدیریتی

Fundamentals of Management Accounting

EC-A-313

۶

مسلکي

3

د تجارت حقوق

حقوق تجارت

Business Law

EC-A-330

۷

مسلکي

3

منځنۍ محاسبه

محاسبه میانه

Intermediate Accounting

EC-A-314

۸

مسلکي

3

شرکتي حاکمیت او د تجارت اخلاق

حاکمیت شرکتی و اخلاق تجارت

Business Ethics and Corporate Governance

EC-A-312

۹

مسلکي

4

د لګښتونو مدیریت

مدیریت مصارف

Cost Management

EC-A-416

۱۰

مسلکي

3

د شرکتونو حقوق

حقوق شرکت ها

Corporate Law

EC-A-431

۱۱

مسلکي

3

د تصمیم نیونې علم

علم تصمیم گیری

Decision Science

EC-A-422

۱۲

مسلکي

3

اسلامي تمویل

تمویل اسلامی

Islamic Finance

EC-A-432

۱۳

مسلکي

3

د محاسبې کمپوټري سیسټم

سیستم کمپیوتری محاسبه

Computerized Accounting System

EC-A-415

۱۴

مسلکي

3

د شرکتونو محاسبه

محاسبه شرکت ها

Corporate Accounting

EC-A-517

۱۵

مسلکي

3

د تفتیش بنسټونه

اساسات تفتیش

Fundamentals of Auditing

EC-A-540

۱۶

مسلکي

3

د عامه سکټور محاسبه

محاسبه سکتور عامه

Public Sector Accounting

EC-A-519

۱۷

مسلکي

3

مالي مدیریت ۱

مدیریت مالی ۱

Business Finance

EC-A-533

۱۸

مسلکي

3

د پروژې مدیریت محاسبه

محاسبه مدیریت پروژه

Project Management Accounting

EC-A-518

۱۹

مسلکي

3

مالي مدیریت ۲

مدیریت مالی ۲

Corporate Finance

EC-A-634

۲۰

مسلکي

3

پرمختللې مالي محاسبه

محاسبه مالی پیشرفته

Advanced Financial Accounting

EC-A-610

۲۱

مسلکی

3

تفتیش او د تضمین خدمتونه

تفتیش و خدمات تضمین

Audit and Assurance Services

EC-A-641

۲۲

مسلکي

3

د مالیاتو محاسبه ۱

محاسبه مالیات ۱

Tax Accounting 1

EC-A-642

۲۳

مسلکي

3

تشبثاتي مالي مدیریت

مدیریت مالی تشبثاتی

Entrepreneurial Financial Management

EC-A-635

۲۴

مسلکي

4

کار زده کړه

کار آموزی

Internship

EC-A-611

۲۵

مسلکي

3

د تجارت د څېړنې مېتودونه

روش های تحقیق تجارت

Business Research Methods

EC-A-750

۲۶

مسلکي

4

سیمینار

سیمینار

Seminar

EC-A-751

۲۷

مسلکي

3

د مالیاتو محاسبه ۲

محاسبه مالیات ۲

Tax Accounting 2

EC-A-743

۲۸

مسلکي

3

د اسلامي بانکونو محاسبه

محاسبه بانک های اسلامی

Accounting for Islamic Banks

EC-A-712

۲۹

مسلکي

3

د ګروپي شرکتونو پرمختللې محاسبه

محاسبه پیشرفته شرکت های گروپی

Advanced Group Accounting

EC-A-813

۳۰

مسلکي

3

عامه تدارکات

تدارکات عامه

Public Procurement

EC-A-824

۳۱

مسلکي

4

مونوګراف

مونوگراف

Monograph

EC-A-852

۳۲

مسلکي

3

د اسلامي مالي بنسټونو تفتیش او  شرکتي حاکمیت

تفتیش و حاکمیت شرکتی نهاد های مالی اسلامی

Auditing and Corporate Governance of IFIs

EC-A-844

۳۳

مسلکي

3

د زکات محاسبه

محاسبه زکات

Zakat Accounting

EC-A-814

۳۴

مسلکي

3

ستراتیژیک مدیریت

مدیریت استراتیژیک

Strategic Management

EC-A-823

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: