د کابل پوهنتون تر سلو زیاتو محصلینو ته د کار موندنې او کمپیوټر مهارتونو زده کړې کورسونه دائر شول

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۳ - ۱۶:۱۷
picture

نوموړي کورسونه د محصلانو خدماتو انسجام آمریت لخوا له یوې میاشتې په زیاته موده کې محصلینو لپاره په دوه جلا ټولګیو کې پیل شوي دي. ژر به ۵۰ تنه محصلین د دندې موندلو مهارتونو او ۵۰ تنه نور محصلین به د کمپیوتر پروګرامونو په برخه کې زده کړې وکړي.

ددې کورسونو اصلي موخه په مختلفو برخو لکه: ددندې پیداکول، د کمیپوتر پروګرامونو سره بلدتیا،  د پروژې مدیریت، د څیړنې لارښوونه، د انګلیسي ژبې زده کړې او نور مهمو مسایلو په برخه کې د محصلینو د زده کړو او مهارتونو ظرفیت لوړل ښوودل شوي دي.

د محصلانو خدماتو انسجام آمریت مسولینو د یادو ښوونیزو ټولګیو د پیل په اړه له محصلینو سره د برنامې د اصولو او مقرراتو په اړه معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه، چې ژر به دوی ته به چمتو کړي درسي مواد ددوی په واک کې ورکړل شي.

د یاد آمریت مسولینو محصلینو ته د بریا ترڅنګ هیله څرګنده کړه، چې ددې ښوونیزې برنامې څخه پوره ګټه واخلي.

د محصلانو خدماتو انسجام آمریت تل هڅه کړې، چې د محصلینو د علمي او عملي ظرفیت په لوړولو کې د تحصیل په لړ کې دوی ته د انګلیسي ژبې زده کړې، د بیان فن، دندې موندنې مهارتونه، کمپیوټري زده کړو ا نورې ښوونیزې برنامې ترسره کړي، ددوی په وینا د روان تحصیلي کال په لړ کې  زیاتو محصلینو په یادو برنامو کې زده کړې ترسره کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۴۶
Background image

د پوهنتون ممتاز محصلان وستايل شول

د کابل پوهنتون ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې، د دې پوهنتون د ښاغلي رئیس، محترمو مرستیالانو، د پوهنځیو قدرمنو رئیسانو استادانو او محصلانو په حضور کې وستايل شول.

په دې ستاينغونډه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۸:۳۷
Background image

د علمي چارو معین د کابل پوهنتون له استاذانو سره مجلس وکړ

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين د کابل پوهنتون د استادانو له استازو او د پوهنځيو له رئيسانو سره د دې پوهنتون د رئيس او مرستیالانو په حضور کې مجلس وکړ.

په دې غونډه کې د دې پوهنتون رئیس. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: