د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي څلور نوي لابراتوارونه فعال شول

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۴:۳۳
37

د کرنې پوهنځی اته څانګې لري چې تر دې مهاله د محصلینو د عملي کار لپاره څلور فعال لابراتوارونو شتون درلود، د پوهنځی د علمي شورا د پرېکړې له مخې له شته امکاناتو څخه د استفادې لپاره يوه کميټه وټاکل شوه چې ټول فعال لابراتوارونه وڅیړي او له اضافي وسایلو څخه یې نوي لابراتوارونه جوړ کړي تر څو د محصلينو او استادانو د څيړنو لپاره اماده شي.

د يادې شوې کمېټې له ارزونې وروسته د موجوده فعالو لابراتوارونو اضافي وسايل چې له ډېرو کلونو راهيسې نه وو کارول شوي په نښه شول او د خاورې پوهنې، ځنګلدارۍ او طبيعي زېرمو، هارټیکلچر او بايو تکنالوژۍ څانګو غير فعال لابراتوارونو ته ولېږدول شول.

چې په دې اساس ټولې څانګې په لابراتوارونو سمبال شوي. لدې جملي څخه د معاصرې نړۍ اړتيا د ټيشو کلچر لابراتوار فعاليدل د ډير اهميت وړ ده. د کابل پوهنتون رياست د کرنې پوهنځي د دا ډول هڅو او نوښتونو قدرداني کوي او د لا زياتو هڅو غوښتنه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۴۳
Background image

الدعوة لتقديم الأبحاث والمقالات العلمية للنشر في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل

تقبل رئاسة المجلات في وكالة البحث والتحقيق لجامعة كابل الأبحاث والمقالات العلمية في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل (JIS) ، وتدعو الباحثين والعلماء الكرام إلى تقديم الأبحاث. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۳۹
Background image

د محصلينو ظرفیت لوړونې برنامې پیل شوې

د کابل پوهنتون د محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېلې وړیا روزنیزې برنامې پیل شوې.

په دغو برنامو کې د ژبو، کمپیوټري زده‌کړو، ویناوالۍ، شغلي مهارتونو، د څېړنې میتودونه، خطاطۍ، SPSS. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: