په کابل پوهنتون کې د لوړو زده کړو پیاوړتیا ملي کنفرانس دویمې ورځې دویمه برخه کې اووه علمي مقالې وړاندې شوې

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۴ - ۹:۱۵
333

د لوړو زده کړو پیاوړتیا ملي کنفرانس دوهمه ورځې دوهمه برخه کې د استادانو لخوا اووه مقالې ګډونوالو ته وړاندې شوې. ګډونوالو د مقالو له اورېدو وروسته  دهغه په اړه خپلې پوښتنې، نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل او همدارنګه د یادو مقالو د منځپانګې، بڼې او عملي کېدو په اړه یې بحثونه وکړل.

هغه مقالې چې د دوهمې ورځې دوهمه برخه کې وړاندې شوې په لاندې ډول دي:

۱ــ د کابل پوهنتون استاد ښاغلی پوهندوی عبدالرحمن عثماني

د علمي مقالې سرلیک: ( د کانکور آزموینه، د هغه ستونزې او حل لارې)

۲ــ د پکتیا پوهنتون استاد ښاغلی پوهنیار عبدالنعیم نعیم

د علمي مقالې سرلیک:( د لوړو زده کړو پیاوړتیا کې د OBE رول او اوسنی حالت یې )

۳ــ د کنر سیدجمال الدین افغان پوهنتون استاد ښاغلی پوهندوی محمد حسن محمدي

د علمي مقالې سرلیک:( تطبیقي څیړنه، اهمیت، ځانګړتیا او اغیز یې )

۴ــ د کابل پوهنتون استاد ښاغلی پوهنیار خلیل الرحمن آزرمي

د علمي مقالې سرلیک:( د کابل پوهنتون استادانو له نظره په لوړو زده کړو کې د کیفیت تضمین اغیزمن چوکاټ ارزونه )

۵ـــ د کنر سیدجمال الدین افغان پوهنتون استاد ښاغلی پوهندوی میرویس ستانکزی

د علمي مقالې سرلیک:( د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د دیني او ملي ارزښتونو د پیاوړتیا څرنګوالی)

۶ـــ د پکتیکا پوهنتون استاد ښاغلی پوهنمل رحمت الله حکیمي

د علمي مقالې سرلیک: ( په پوهنتونو کې د علمي، فرهنګي او ادبي غونډو مؤثریت)

۷ــ د کابل پوهنتون استاد ښاغلی پوهندوی دکتور احمد مسعود منصوري

دعلمي مقالې سرلیک: ( د دوامداره پرمختللو موخو په موندلو کې د لوړو زده کړو رول )

همدارنګه د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو پیاوړتیا ملي کنفرانس دوهمې ورځې لومړۍ برخه کې د استادانو لخوا ۶ علمي مقالې ګډونوالو ته وړاندې شوې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: