د پوهنځی اوسنی حالت
د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ پوهنځی د فزیکي اسانتیاوو له پلوه کافي اسانتیاوې لري ، چې تر اوسه په دې برخه کې له کومې ستونزې سره نه دی مخ شوی. د پوهنځي ټول فزیکي تاسیسات په (۵۰۰۰۰) متره مربع ځمکه کې موقعیت لري چې عبارت دي له:
- تدریسي ودانۍ: په دریو پوړونو کې ۱۰ درسي خونې لري چې هره یوه یې له ۵۰ کسانو ډیر ظرفیت او ۵۰۰ متره مربع ساحه لري.
 - اداري ودانۍ: په دریو پوړونو کې ۱۵ خونې او ۴۵۰ متره مربع مساحت لري.
 - لیلیې ودانۍ: په دریو پوړونو کې د ۱۷۰ تنو محصلینو د اوسیدو ظرفیت او ۴۳ خوب خونې درلودلو سره ۲۵۰۰ متره مربع مساحت لري.
 - لابراتوار ودانۍ: په دریو پوړونو کې ۱۴ بیلابیل لابراتوارونه چې ۳۰۰۰ متره مربع مساحت لري.
 - کنفرانس تالار: په مجهز سونډ سیسټم سمبال د ۳۲۰ کسانو په ظرفیت سره ۴۰۰ متره مربع مساحت لري.
 - خوړنځی: په یو وخت کې د ۱۵۰ محصلینو ظرفیت لري.
 - شنه ساحه: شنه پراخه ساحه د ۶۰۰۰ متره مربع په مساحت سره.
 - ورزشي لوبغالی: د ۵۰۰۰ متره مربع متره مربع په مساحت سره.
 - جومات: په یوه وخت کې د ۱۰۰ لمونځ کوونکو د ځايدو ظرفیت لري.
 - کتابتون: په بیلابیلو برخو کې ۶۶۰۰ جلد کتابونه لري.
 - انټرنیټ: د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ پوهنځي اداري خونې، درسي خونې او لابراتوارونه په بې مزي او مزي لرونکي انټرنيټ سمبال دي.