د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي کې په نړیوالو ژورنالونو کې د څېړنیزو او علمي مقالو لیکلو او خپرولو تر عنوان لاندې سمینار دائر شو

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۴ - ۱۴:۵
11

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي کنفرانسونو تالار کې په نړیوالو ژورنالونو کې د څېړنیزو او علمي مقالو د لیکلو او خپرولو طریقو په اړه  د فارمسي پوهنځي د الکترونیکي زده کړو مدیریت کمیټې په مرسته سمینار دائر شو، چې پدغه سمینار کې د پوهنځي رئیس او استادانو ګډون درلود.

په یاد سمینار کې د فارمسي پوهنځي فارمکولوژي څانګې د علمي کدر غړي ښاغلي پوهنمل احمد تمیم غفاري په نړیوالو ژورنالونو کې د څېړنیزو او علمې مقالو د لیکلو او خپرولو په څرنګوالي او مراحلو ګډونوالو ته په تفصیل سره خبرې وکړې.همدارنګه نوموړي زیاته کړه هغه څېړنه چې پرته له خپرېدو ترسره شي بې ګټې ده، موږ باید په نړیوالو ژورنالونو کې د خپلو مقالو د خپرولو په برخه کې د مسلکي کېدو هڅه وکړو.

د فارمسي پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال آقا محمد ژکفر ددې سمینار موخه د استادانو د مهارتونو او علمي کچې لوړول یاد کړ او زیاته یې کړه، چې په راتلونکي کې به د پوهنتون په سطحه دا ډول سمینار دائر شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۲۶
Background image

د طبیعي علومو علمي- څېړنیزې مجلې نوې ګڼه خپره شوه!

د کابل پوهنتون د طبیعي علومو علمي-څېړنیزې مجلې د ١٤٠٥هـ.ل کال نهم دور دويمه ګڼه خپره او پرلیکه شوه.

د  دې ګڼې ارزښتناکو مقالو د لوستلو او ډاونلوډ کولو لپاره لاندې لېنک ته مراجعه  وکړئ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۵۴
Background image

د اسلامي بانکدارۍ اړوند علمي سیمینار ترسره شو

د غضنفر بانک او د کابل پوهنتون د شرعیاتو او اقتصاد پوهنځیو په همغږۍ، «د اسلامي بانکدارۍ» تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سمینار ترسره شو.

په دغه سمینار کې د تحقیقاتو او علمي مجلو په برخه. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: