د کابل پوهنتون د چاپېریال ساتنې پوهنځي محصلینو د QGIS ښوونیز پروګرام څخه فارغ شول

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۱ - ۱۴:۴۵
workshop

د کابل پوهنتون د چاپېریال ساتنې پوهنځي محصلینو د وړتیاو د لوړولو لپاره دCWSA موسسې له لوري د  QGIS ښوونیز ورکشاپ د تېرو درې اونیو په لړ کې جوړ شوی وو، چې د یادو محصلینو لپاره زیات ګټور او مهم دی. دا ورکشاپ د غبرګولي په ۱۱ د چهارشنبې په ورځ، چې د ذوالقعدې له لومړی نېټې سره برابر ده پای ته ورسېده.

د چاپېریال ساتنې پوهنځي د مسوولینو په وینا د ورکشاپ موخه دا ده، چې ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوونکي وکولای شي په عملي\ تطبیقي برخه کې لهGIS څخه ګټه واخلي، ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوونکي د چاپېریال ساتنې د سروې په برخه کې له GIS څخه ګټه واخلي او همدارنګه ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوونکي وکولای شي د ‌‌‌‌‌‌ډيټا په رامنځته کولو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.

د دې ورکشاپ ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوونکي د چاپېریال ساتنې پوهنځي د څلورم ټولګي زده کونکي وو او همدارنګه د نورو ادارو ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوونکو هم پدې ورکشاپ کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون درلود.

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل پوهنتون د چابپېریال ساتنې پوهنځي تل هڅه کړې ده تر څو د محصلینو او متخصصینو په روزنې سره ګران هیواد افغانستان ته د خدمت مصدر وګرځي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۳۲
Background image

د کیفیت ساتنې معیارونو د تشريح ورکشاپ دائر شو

د کابل پوهنتون د کیفیت لوړونې امریت له لوري «د کیفیت تضمین د معیارونو پوهاوی» تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو، چې په کې د پوهنځیو رئیسانو، امرینو، استادانو او اداري کارکوونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۵۸
Background image

ماسټرۍ برنامو کې د شمولیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل پوهنتون ماسټرۍ ٨ برنامو ته د شمولیت په موخه د بیلابیلو اما،رتي پوهنتونونو له نوماند استادانو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې له جملې يې ۶۴ تنه استادان ذکر شوو برنامو ته جذب شول.

د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: