د کابل پوهنتون رییس د پوهنوال محمد عظیم حسین زاده هنر مندي ورکشاپ پرانیستې او له دې ورکشاپ څخه د شورايي تیاتر زده کونکو فراغت مراسمو کې ګډون وکړ

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۱۱:۷
ku

د ښکلو هنرونو پوهنځي پخواني استاد پوهنوال محمد عظیم حسین زاده د هنرمندي ورکشاپ پرانیستې او د شورايي تیاتر زده کړه ييز ورکشاپ څخه د محصلینو فراغت اوومې دورې مراسم د روان کال د غبرګولي په ۴ نېټه د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي کې د کابل پوهنتون د رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري، د ښکلو هنرونو پوهنځي رییس، استادانو او محصلینو په ګډون جوړ شو.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د دې غونډې په پیل کې یې د مرحوم پوهنوال استاد محمد عظیم حسین زاده د هنرمندي ورکشاپ پرانیستې لپاره یې د ښکلو هنرونو پوهنځي رهبري څخه د مننې او همدارنګه د شورايي تیاتر ورکشاپ څخه د محصلینو فراغت د مبارکي ترڅنګ یې وویل، چې د علمي او اکاډمیکو څېرو په یاد د هنري او فرهنګي ورکشاپونو جوړول یو نیک او غوره کار دی او پدې برخه کې د کابل پوهنتون رهبري مو همکاره او ملاتړ کوونکې ده. پوهاند بابري زیاته کړه، چې په ژوند کې هنري تیاتر مهم دی او په مختلفو برخو کې، چې د هنرمندانو له لوري هنري کارونه وړاندې کیږي کولای شو الهام واخلو او د فکر کولو لاره پکې ولټوو. د کابل پوهنتون رییس وویل د ښکلو هنرونو پوهنځي په وروستیو شلو کلونو کې مثبت پرمختګ کړی دی او دا په پوهنتون کې يوه ښه بېلګه ده. پوهاند بابري همدارنګه د پوهنتون له استادانو او محصلینو څخه وغوښتل، چې پدې ملي بنسټ کې د مثبت او اکاډمیک بدلون په برخه کې همکار او ملګري واوسي.

له بل لوري د ښکلو هنرونو پوهنځي رییس پوهنمل سمیع الله نبي پور د کابل پوهنتون د رییس په ورتګ خوښي وښوده ویې ویل، چې د ښکلو هنرونو پوهنځی د ملي او انساني ارزښتونو د خلق په لوري ګامونه پورته کوي او دا خپله دنده ګڼي تر څو له خپلو ملي څېرو او علمي او اکاډمیکو بنسټونو څخه ستاینه وکړي. ښاغلي نبي پور زیاته کړه، چې د استاد محمد عظیم حسین زاده او د هغه د غوره کارونو ځای تل خالي دی او هېڅ وخت به هېر نشي. د ښکلو هنرونو پوهنځي رییس د ښوونیز او هنري ورکشاپ جوړېدل مهم وبلل تاکید یې وکړ، چې دوی د کابل پوهنتون رهبري سره په پوره همغږۍ او همفکري د دې علمي ځای د بدلون او تغییر لپاره به هڅه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د شورايي تیاتر ښونیز ورکشاپ په افغانستان کې د سولې لپاره د مدني خدمتونو (GIZ)  دفتر په مرسته او همکاري جوړ شوی وو او دا ورکشاپ د ښکلو هنرونو پوهنځي د دویم ټولګي محصلینو له لوري د څلورو نندارو په تر سره کولو سره پایته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۸:۴۶
Background image

د ا.ا.ا محترم رئیس الوزراء په کابل پوهنتون کې د تحصیلي نظام د پیاوړتیا غونډه کې ګډون وکړ

د لوړو زده کړو وزارت له لوري په کابل پوهنتون کې د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړه شوې غونډه کې، د ا.ا.ا رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند حفظه الله د هېواد تحصیلي نظام پر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۶:۷
Background image

په کابل پوهنتون کې د زمري ٢٤مې د وياړلې فتحې په مناسبت، يوه علمي - ثقافتي غونډه جوړه شوه

په دې غونډه کې د دې پوهنتون محصلينو د علم او هنر په ژبه د اشغالګرو پر وړاندې د مبارک جهاد بریا ونمانځله.

د ا.ا.ا د لوړو زدکړو وزير د دې پرتمينې غونډې ځانګړی مشر ميلمه و چې د محصلينو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۶:۴۰
Background image

New Issue Published – Journal of Social Sciences and Humanities, Vol. 2, Issue 3 (2025)

The Journal of Social Sciences and Humanities (JSSH) is pleased to announce the release of Volume 2, Issue 3 (2025). This issue features ten peer-reviewed articles that explore a broad. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو