کابل پوهنتون او د افغانستان د ممیزو ، میوو، سابو او طبي بوټو د صادراتو د پراختیا ادارې ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۴ - ۱۶:۴
ku

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او د افغانستان ممیزو، میوو، سابو او طبي بوټو د صادراتو د پراختیا ادارې ترمنځ د همکاریوهوکړه لیک د روان کال د سلواغې په ۱۳ نېټه د دوشنبې په ورځ د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري، د دې پوهنتون د علمي چارو مرستیال، د فارمسي پوهنځي رییس او د افغانستان د ممیزو او طبي بوټو د ادارې رییس ښاغلي سید عظیم مصطفی هاشمي او مل هیئت د ممیزو، میوو، سابو او طبي بوټو د تجزیې او تحلیل، د دواړو لورو د مسلکي او تخصصي کارکوونکو لپاره د زده کړې زمينې برابرول، پدې اداره کې د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي محصلینو لپاره د کار زده کړې زمینې برابرولو او ... همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دې هوکړه لیک لویه موخه د دواړو لورو مسلکي غړو لپاره د لابراتوارونو په مختلفو برخو په ممیزو او نورو میوو، خوړو او درملو د ناروغیو د تثبیت او توکسنونو په اړه روزنه، د طبیعي محصولاتو د تجزیې او تحلیل په اړه د علمي کنفرانسونو او سمینارونو جوړول، د محصلینو لپاره د لابراتوارونو زده کړې زمینې برابرولو زمینې برابرول، د فارمسي پوهنځي د محصلینو لپاره د صادراتو ادارې له لوري د ګټورو او اغېزمنو مونوګرافونو برارول او ... عبارت دي.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري پدې غونډه کې خبرې وکړې او د صادراتو ادارې مسوولینو ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ یې په نړۍ وال بازار کې د هیواد د طبیعي محصولاتو د پلور او تبادلې زمینې نه برابرېدل یې د هیواد د طبیعي موادو صادراتو پر وړاندې یوه ستونزه یاده کړه، چې په یاده برخه کې د مسوولو او دخیلو کسانو له لوري جدي کار او هڅو ته اړتیا لري. پوهاند بابري وویل: پدې برخه کې د اړوندو بنسټونو د همکاریو پراختیا، هم قدرت او هم توانايي به رامنځته کړي، چې هیله لرو پدې همکاريو وکولای شو زیاتې همکاري تر سره د هیواد د وګړو په خدمت کې واوسو. وروسته د صادارتو د پرمختیا ادارې رییس ښاغلي کاظمي هم پدې برنامه کې د خبرو ترڅنګ یې د دې دواړو بنسټونو ترمنځ د همکاریو رابطې لپاره د زمینې برابرول، د دې ادارې د تېر، راتلونکو اغېزمنو کارونو او هڅو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د صادراتو د پراختیا ادارې او د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي ترمنځ نژدې اړیکې شتون لري ولې د دې هوکړه لیک له لارې اړیکې زیاتې پیاوړي شي، چې بې له شکه د دې پراختیا به د چارو د غوره والي سبب شي.

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځی، چې ۶ درسي څانګې، ۳۸ پیاوړي کادرونه او د دکتورا او ماسټري تحصیلي سند په لرلو، د ۴۹۱ شاوخوا محصلین او ۸ فعاله او مجهز لابراتوارونو درلودونکی دی، په طبیعي موادو، ممیزو، میوو او سابو باندې علمي او تخصصي څېړنو تر سره کولو یوه اداره او د دې پوهنځي محصلینو د نوي تحصیلي نصاب/ درسي کریکولم، په کادري روغتونونو کې د یوه سمسټر ستاژ دوره، د درملو لابراتوار، خواړه او بیولوژیکه نمونه او د درملو تولیدي موسسه پرمخ وړي. د ممیزو او طبیعي موادو د صادراتو د پراختیا ادارې سره هوکړه لیک د دې محصلینو لپاره زیاته کاري او کاري زده کړې زمینه برابروي او تولنې ته به متخصص ځواک وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: