په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر له کابل پوهنتون څخه لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۱۷:۵۳
visit

په کابل کې ایران اسلامي جمهوریت سفیر بهادر امینیان له کابل پوهنتون څخه لیدنه وکړه او ددغه پوهنتون له رییس دکتور اسامه عزیز سره یې وکتل او د کابل پوهنتون او ایراني پوهنتونونو ترمنځ یې د علمي او اکاډمیکو اړیکو د پیاوړتیا په ګډون یې د پام وړپرموضوعاتو خبرې وکړې.

پدې کتنه کې د ایران سفیر د کابل پوهنتون له رییس سره د لیدنې فرصت له ورکړې څخه مننه وکړه او په پوهنتون کې یې د درسونو د پیل هرکلی وکړ او دا یې یو مثبت او د ستاینې وړ ګام وباله. ښاغلي امینیان زیاته کړه، چې ایران تل له کابل پوهنتون سره ښې اړیکې درلودې او مونږ اماده یو، چې د دې اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړو او هیله لرو، چې د کابل او تهران ترمنځ علمي او اکاډمیک مسایلو تبادله زیاته شي.

د کابل پوهنتون رییس په کابل پوهنتون کې د ایران سفیرته د ښه راغلاست ترڅنګ یې د کابل پوهنتون لپاره یې د هغه د ښه نیت څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، افغانستان او ایران ډېر مشترکات لري او مونږ هیله لرو، چې دغه مشترکاتو د پیاوړتیا په موخه او همدارنګه د کابل پوهنتون او ایران پوهنتونونو ترمنځ د علمي او اکاډمیکو اړیکو د ښه والي په موخه د دواړو هیوادونو د اصولو او پالیسیو په بنا یو میکانیزم جوړ تر څو د هغه پر بنسټ کاروکړو.

ایران د هغو هیوادونو له ډلې څخه دی، چې افغانستان سره یې د تېرو کلونو په اوږدو کې په تحصیلي او اکاډمیکه برخه کې مرسته کړې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د طبیعي علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه پرلیکه شوه

د کابل پوهنتون د مجلو او ژورنالونو آمریت ویاړي چې د طبیعي علومو نړیوال ژورنال (Journal of Natural Science Review) د ۲۰۲۵م کال درېیمه ګڼه يې پرلیکه کړه.

په دې ګڼه کې د کورنیو او بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۱:۱۸
Background image

اداري کارکوونکو ته ديني-علمي سیمنار دایر شو

د کابل پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته يو ورځنی ديني-علمي سيمينار ترسره شو. په دې سیمینار کې د وظيفې اړوند ديني او اداري مسؤوليتونو موضوع باندې بېلابېلو ويناوالو مفصلې ويناوې وکړې.

په. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: