په کابل پوهنتون کې د نوښت او ظرفیت جوړونې بنسټ له لوري د بریالیو مېرمنو جشنواره جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۶ - ۱۲:۰
ku

د بریالیو مېرمنو جشنواره د روان کال د سلواغې میاشتې په ۱۳ نېټه د دوشنبې په ورځ د نوښت او ظرفیت جوړونې بنسټ له لوري د سلګونو ځوانانو په ګډون د کابل پوهنتون په مرکزي ايډيټویم کې جوړه شوه.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د جشنوارې د پایلو اعلان پدې برنامه کې، چې د سلګونو ګډون کوونکو په شتون کې جوړه شوې وه خبرې وکړې او د دې برنامې په جوړېدو د خوښي ترڅنګ یې له  هغو مېرمنو، چې د هیواد په دې سختو شرایطو او دردونو سره په مختلفو برخو کې په ډول- ډول فعالیتونو کې مشعولې دي او هغو کسانو، چې د جشنوارې وروستئ مرحلې ته لاره پیدا کړې وستایل او هغوی یې د هیواد پیاوړې او بریالۍ مېرمنې یادې کړې. ښاغلي بابري له دې مېرمنو وغوښتل تر څو خپل علم، پوهه او ګټور فعالیتونه زیات کړي او په مختلفو برخو کې د ښځو خالي ځاي ډک کړي.

د دې بنسټ رییس سید احمد عبیدي او د هیواد د ځینو نورو ادارو استازو هم هر یو په خپل وار سره پدې غونډه کې خبرې وکړې، د هیواد د ښځو د لاسته راوړنو او فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ یې د دې هڅو او پیاوړتیا دوام باندې تاکید وکړ او د دې ښځو له کارونو څخه یې ملاتړ وکړ.

پدې جشنواره کې د مختلفو برخو څخه د ۷۰۰ په شاوخوا کې ښځو د مختلفو رقابتي دورو په تر سره کولو سره ګډون کړی وو، په  پای کې ۱۰۰ بریالیو مېرمنو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او له دې ډلې ۱۵ ښځو ته تندیسونه او ډالۍ ورکړل شوې.

د نوښت او ظرفیت جوړونې بنسټ د دې جشنوارې موخه د ښځو د کارونو او فعالیتونو ستاینه  یاده کړه، چې په هیواد کې د بې عدالتيو او جګړې د شتون سره همدارنګه په عدالت باور لري او په مختلفو برخو کې فعالیت تر سره کوي. یو شمېر مېرمنو د ستاینې او ډاليو ورکړې پدې غونډه کې یې د زیاتو اغېزمنو کارونو او فعالیتونو په تر سره کولو تاکید وکړ او د نه توقف او تسلیمیدو څخه یې یادونه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۳۲
Background image

د کیفیت ساتنې معیارونو د تشريح ورکشاپ دائر شو

د کابل پوهنتون د کیفیت لوړونې امریت له لوري «د کیفیت تضمین د معیارونو پوهاوی» تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو، چې په کې د پوهنځیو رئیسانو، امرینو، استادانو او اداري کارکوونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۵۸
Background image

ماسټرۍ برنامو کې د شمولیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل پوهنتون ماسټرۍ ٨ برنامو ته د شمولیت په موخه د بیلابیلو اما،رتي پوهنتونونو له نوماند استادانو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې له جملې يې ۶۴ تنه استادان ذکر شوو برنامو ته جذب شول.

د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: