په کابل پوهنتون کې د زده کړییزې ټکنالوژۍ کنفرانس ترسره شو
نوموړی کنفرانس د روان کال لیندۍ میاشتې په ۱۶مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د تدقیق بنسټ لخوا چې د تحصیلي ټکنالوژۍ په برخه کې فعالیت ترسره کوي، ترسره شو.
پدې کنفرانس کې د هند امبیدکار پوهنتون استاد پروفیسور رامش چاندر شرما د آنلاین او الکترونیکي زده کړې په څرنګوالي او همدارنګه د (Education McWeadon) بنسټ رئیس او بنسټګر پروفیسور بدر الخان د سریع زده کړو په اړه خپل پرزنتیشنونه د استادانو او محصلینو لپاره وړاندې کړل چې د هغوی د پام وړ وګرځېدل.
په یاد کنفرانس کې د کابل پوهنتون پوهنځيو رئیسانو، استادانو او محصلینو برخه اخیستې وه.