په کابل پوهنتون کې درې ورځنی علمي- دیني سمینار پای ته ورسید

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۷ - ۱۱:۵۶
4655

د دغه سمینار د پای په مراسمو کې د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت سرپرست ښاغلی شیخ محمد خالد حنفي، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ښاغلی  شیخ مولوي ندا محمد ندیم، د سترې محکمې نظامي مرستیال ښاغلی مولوي خیرالله جان او د لوړو زده کړو وزارت  مرستیالان هر یو ښاغلی لطف الله خیرخواه او مفتي طاهر احمد د ویناوالو له جملې څخه وو.

پدغه پروګرام کې د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت سرپرست د خپلو خبرو په ترڅ کې د اسلامي ارزښتونو، په ټولنه او په ځانګړې توګه په علمي بنسټونو کې د اسلامي اصولو او دودونو د مراعاتولو پر څرنګوالي او د اسلامي احکامو په تطبیق او پراختیا کې د استادانو پر رول خبرې وکړې. نوموړي په اسلامي نظام کې د ښوونې او روزنې رول ته په اشارې سره وويل چې د شريعت په چوکاټ کې د عصري علومو زده کړه ضروري ده.

د هېواد د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ مولوي ندا محمد ندیم د دغه سمینار په بریالي ډول پای ته رسېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې په نوي مالي کال کې د پوهنتونونو د زیربنایي څانګو تجهیز او تمویل او د استادانو اقتصادي ستونزو حل ته لازمه پاملرنه شوې ده.

دغه سمينار چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا په کابل پوهنتون کې جوړ شوى و، درې ورځې يې دوام وکړ چې د کابل پوهنتون او همدارنګه طبي علومو، ښوونې او روزنې او پولي تخنيک پوهنتونونو څه باندې ٩٠٠ استادانو پکې برخه اخيستې وه او کېدای شي دغه سمينار په ولایتي پوهنتونونو کېهم دائر شي. په یاد سمينار کې د هېواد ديني عالمانو استادانو ته د ديني موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۳۲
Background image

د کیفیت ساتنې معیارونو د تشريح ورکشاپ دائر شو

د کابل پوهنتون د کیفیت لوړونې امریت له لوري «د کیفیت تضمین د معیارونو پوهاوی» تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو، چې په کې د پوهنځیو رئیسانو، امرینو، استادانو او اداري کارکوونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۵۸
Background image

ماسټرۍ برنامو کې د شمولیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل پوهنتون ماسټرۍ ٨ برنامو ته د شمولیت په موخه د بیلابیلو اما،رتي پوهنتونونو له نوماند استادانو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې له جملې يې ۶۴ تنه استادان ذکر شوو برنامو ته جذب شول.

د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: