لید لوری، مأموریت او موخې

لیدلوری:

په ښوونه، څېړنه او نوښت کې برتري د انجنیري په برخه کې په ملي او نړیواله کچه

ماموریت:

د معیاري زده‌کړې، څېړنې او علمي خدمتونو برابرول د انجنیري په بېلابېلو برخو کې، د متخصص، خلاق او ژمن انجنیرانو د روزنې لپاره چې د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ویونکي وي.

د انجنیري پوهنځي دندې:

د کابل پوهنتون د انجنیري پوهنځی د هېواد له علمي او تخصصي بنسټونو څخه په توګه، دا مأموریت لري چې د متخصصو کادرونو روزنه، علمي څېړنې ترسره کول او مشورتي خدمتونه وړاندې کړي، تر څو په ملي پرمختګ کې اساسي رول ولوبوي. د دې پوهنځي دندې په لاندې ډول وړاندې کېدای شي:

  • د متخصصو کادرونو روزنه:
  • د محصلانو روزنه په بېلابېلو د انجنیري څانګو کې د هېواد د علمي او عملي اړتیاوو د پوره کولو لپاره.
  • څېړنه: د بنسټیزو او تطبیقي څېړنو ترسره کول په بېلابېلو د انجنیري برخو کې او د ملي ستونزو لپاره علمي حل لارې وړاندې کول.
  • مشورتي او تخنیکي خدمتونه: د علمي او تخنیکي مشورو وړاندې کول دولتي او خصوصي بنسټونو ته، په ځانګړي ډول د زیربنایي او عمراني پروژو په برخه کې.
  • د علمي ظرفیت لوړول: د استادانو او محصلانو د علمي ودې لپاره د سمینارونو، کنفرانسونو او نړیوالو همکاریو له لارې زمینه برابرول.
  • د پوهنتون او ټولنې اړیکه: د پوهنتون او د هېواد د اجرایي سکتورونو ترمنځ اړیکې ټینګول د انجنیري د پوهې د عملي کارونې لپاره.
  • د لابراتوارونو او علمي امکاناتو پراختیا: د تخصصي لابراتوارونو تجهیز او پراختیا د عملي زده‌کړې او پیاوړتیا لپاره.

 

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: