د کابل پوهننتون رییس د پوهنتون د استادانو د وړتیاوو ټاکلو ورکشاپ کې ګډون وکړ

website admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۴ - ۱۶:۲۱
ku

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د روان کال د زمري په  ۴ نېټه د دوشنبې په ورځ «د کابل پوهنتون د استادانو د وړتیاوو ټاکلو» ورکشاپ کې، چې د کابل پوهنتون د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي د پیداګوژي څانګې له لوري جوړ شوی وو، ګډون وکړ.

د کابل پوهنتون رییس د دې ورکشاپ د جوړېدو په موخه یې د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي د پیداګوژي څانګې استادانو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د دې ډول برنامو جوړول د استادانو د تواناييو او پوهنیزو مهارتي وړتیاوو په برخه کې زیات مهم او ګټور دی او پدې برخه کې باید زیات ورکشاپونه او سمینارونه جوړ شي. د ښاغلي بابري په وینا پدې ډول برنامو او ورکشاپونو کې استادان موقع پیدا کوي، چې خپله علمي او اکاډمیکه پوهه له یو بل سره شریکه کړي او د یو بل له شته  تجربو څخه ګټه پورته کړي او خپله وړتیا او توانايي لوړه کړي او دا وړتیا او توانايي محصلینو ته هم ولېږدوي. د کابل پوهنتون رییس تاکید وکړ، چې د پوهنتون رهبري تل د علمي او اکاډمیکو برنامو د جوړولو ملاتړی دی او پدې ډول برنامو سره کولای شو خپله درسي سټراټیژي وټاکو او د هیواد بچیانو لپاره ګټور خدمت تر سره او د پوهنتون رسالت هم ادا کړو.

پدې ورکشاپ کې د کابل پوهنتون د پوهنځیو یو شمېر استادان په درې ګروپونو کې ویشل شوي او د «کابل پوهنتون استادانو وړتیاوو ټاکلو» باندې خبرې اترې کوي. د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي د پیداګوژي څانګې استاد او د دې ورکشاپ جوړوونکی پوهنمل رضا میرزايي د کابل پوهنتون له رییس څخه د مننې کولو ترڅنګ وايې، چې د نړۍ په زیاتو معتبرو پوهنتونونو کې د استادانو د وړتیاو پیدا کولو او ټاکلو په موخه ورکشاپونه شتون لري او مونږ هڅه کوو، چې په کابل پوهنتون کې ورته برنامې شتون ولري او په همدې موخه مو دا ورکشاپ جوړ کړی دی.

ښاغلي میرزايي زیاته کړه، چې هغوی له دې لارې د کابل پوهنتون وړ او غوره استادان پېژني او دا به د نورو استادانو د هڅونې سبب شي، چې پدې ډول برنامو کې ګډون وکړي. د میرزايي په وینا، دا ورکشاپ کولای شي استادان د نويو استادانو په ګمارنه، د استادانو ارزونه او د استادانو د ظرفیت او علمي او څېړنیزو مسایلو کې به مرسته او لارښوونه وکړی.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۷ - ۱۴:۳۰
Background image

د لوړو زده کړو وزیر سره د کابل پوهنتون د رهبري شورا او علمي کادر غړو ناسته

د روان کال د تلې په ۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د رهبري هئیت ناسه د لوړو زده کړو وزارت د ناستو په تالار کې د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي شیخ عبدالباقي حقاني، د لوړو زده کړو. . .

شنبه ۱۴۰۰/۷/۳ - ۹:۵۵
Background image

په کابل پوهنتون کې د افغانستان د طبي شورا ګډونکوونکو ازموینه واخیستل شوه

د افغانستان د طبي شورا د ګډونکو ازموینه د روان کال  تلې په ۲ د جمعې په ورځ د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو چارو مرستیال سید اسماعيل روحاني، د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۹:۲۳
Background image

د کابل پوهنتون رییس د افغانستان د پرمختیا لپاره د لوړو زده کړو د پیاوړتیا برنامې (AHEAD) رییس سره وکتل

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د افغانستان د پرمختیا لپاره د لوړو زده د پیاوړتیا برنامې (AHEAD) رییس ښاغلي نجیب الله سیاوش سره د پوهنتون ریاست کې وکتل او د دواړو. . .

BACK TO NEWS

All Media

د کمال خان بند د پرانیستې په پار د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل

د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او دریاضیاتو پوهنځيو د نوې ودانۍ پرانیسته