د کابل پوهنتون ۷ پوهنځيو وروستي کال محصلینو د (SPSS) ورکشاف او د ارقامو تحلیل زده کړه ترلاسه کړه

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۵:۵۵
354

نوموړی ورکشاف د څلورو اوونیو پنجشبې په ورځو کې د  کابل پوهنتون وترنري علومو، ټولنیزو علومو، اراپوهنې، فارمسي، چاپیریال پوهنې، کرنې او عامه پالیسي پوهنځيو وروستي کال محصلینو ته جوړ شوی وو او موخه یې د محصلینو ظرفیت لوړول، د مونوګرافونو او څیړنیزو پروژو بشپړول بلل شوی دي.

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د ددې ورکشاپ په وروستۍ غونډه کې د برنامې جوړونکو څخه د مننې ترڅنګ د دیني لارښوونو په رڼا کې د علم او پوهې د ترلاسه کولو په هڅو او زیار خبرې وکړې او له محصلینو یې وغوښتل؛ ترڅو د ټولګیو په درسونو بسنه ونه کړي، بلکې له کتابتون، څیړنې، مطالعې او ښوونیزو برنامو څخه دې هم ګټه ترلاسه کړي؛ ترڅو په راتلونکي کې غوره متخصص ترې جوړ شي.

همدارنګه د کابل پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي استاد صلاح الدین ایوبي د (SPSS) برنامې په اړتیا او د رقمونو په تحلیل خبرې وکړې او محصلین یې د علم ترلاسه کولو ته وهڅول.

د کابل پوهنتون استاد ښاغلي داکتر اسدالله صمدي د دې ورکشاپ د جوړېدو په اړه وايي:

( تمه لرو؛ نوموړې برنامه محصلینو لپاره داحصایې او رقمونو د تحلیل او په زده کړه کې یوه انګیزه وي.)

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۴۳
Background image

الدعوة لتقديم الأبحاث والمقالات العلمية للنشر في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل

تقبل رئاسة المجلات في وكالة البحث والتحقيق لجامعة كابل الأبحاث والمقالات العلمية في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل (JIS) ، وتدعو الباحثين والعلماء الكرام إلى تقديم الأبحاث. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۳۹
Background image

د محصلينو ظرفیت لوړونې برنامې پیل شوې

د کابل پوهنتون د محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېلې وړیا روزنیزې برنامې پیل شوې.

په دغو برنامو کې د ژبو، کمپیوټري زده‌کړو، ویناوالۍ، شغلي مهارتونو، د څېړنې میتودونه، خطاطۍ، SPSS. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: