د کابل پوهنتون یو شمېر ممتازو زدکړیالانو د علمي سیر په موخه د هېواد شمالي ولایتونو ته سفر وکړ

د کابل پوهنتون د ټولو پوهنځیو په کچه ممتازو زدکړیالانو د علمي سیر په موخه پروان، بغلان، کندز او تخار ولایتونو ته سفر وکړ.
دوی په دې سفر کې د دغو ولایتونو د پوهنتونونو، تاریخي او فرهنګي سیمو لیدنه وکړه او له نورو زدکړیالانو سره یې خپله پوهه، مهارتونه او تجربې شریکې کړې.
دا چې له دې ډول علمي سفرونو سره، محصلین کولی شي د خپل هېواد بېلابېلو ولایتونو له تاریخ، دودونو او کلتور سره بلدتیا ومومي، پر همدې بنسټ د کابل پوهنتون د رهبرۍ د لارښوونې له مخې، د دې پوهنتون زدکړیالان د خپلې پوهې او تجربو د پراختیا په موخه نورو ولایتونو ته علمي سفرونه ترسره کوي.