د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي د ۱۴۰۱ کال خپلې لاسته راوړنې او د راتلونکي ۱۴۰۲ کال پلانونه او طرحې د کنفرانس په ترڅ کې وړاندې کړې

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۹:۴۱
125

د کرنې پوهنځي رهبرۍ د 1401 کال کړنې، لاسته راوړنې او ستونزې د کنفرانس په ترڅ کې د پوهنتون د رهبرۍ ته وړاندې کړې او د راتلونکي 1402کال د پلانونو او طرحو څخه یې هم خبر کړل.

د کرنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل صفي الله جوهر د خبرو په لړ کې د کابل پوهنتون رهبرۍ له ګډون څخه مننه وکړه اوپه ټوله کې د یاد پوهنځي د پوهنځيو پېژندنې، 1401 کال کړنو، لاسته راوړنو او ستونزو یادونه وکړه او همدارنګه ګډونوالو ته یې د یاد پوهنځي د راتلونکي 1402کال له طرحو او  پلانونو په اړه یې په تفصیل خبرې وکړې.

ښاغلي جوهر زیاته کړه: (کرنه کولای شي، د افغانستان خلکو په ژوند کې په مناسبه کچه مثبت بدلون راولي چې د کرنې پوهنځی په دې برخه کې  ګټورې او اغیزمنې طرحې لري.)

په نوموړي کنفرانس کې د پوهنځي (۸) څانګو آمرینو څخه یو تن استازی د کاري کمېټو، د څړنیز فارم آمر او همدارنګه تدریسي عمومي مدیر  د خپلو  پرزنتشن په وړاندې کولو د 1401کال لاسته راوړنو او ستونزو په اړه او د راتلونکي 1402کال په پلانونو خبرې وکړې او یاد پوهنځي څیړنیزو او اساسي چارو ته د پوهنتون د رهبرۍ پاملرنې غوښتنه وکړه.

د کنفرانس په پای کې د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د یاد پوهنځي له نوښتونو څخه مننه او ستاینه وکړه او هغه یې د پوهنځي د رئیس او استادانو هڅې وبللې. نوموړي زیاته کړه، د یاد پوهنخي لاسته راوړنې ده ته ذهني سکون او آرامی بښلی دی. ډاکټر عزيز زياته کړه، چې د دوى په ستونزو پوره پوهيږي او په راتلونکي کال کې يې د حل لپاره بوديجه ځانګړې شوې ده.

د کابل پوهنتون کرنې پوهنخی له هغه پوهنځیو څخه دی، چې د پرمختګ او نوښت په برخه کې یې علمي، څړنیز کنفرانسونه، ورکشاپونه، او سیمینارونه هم ترسره کړي دي.

نوموړی پوهنځی تر اوسه څو جامع طرحې هم د ټولنې د عمومي ستونزو په برخه کې چمتو کړې او همدارنګه د بیلابیلو بنسټونو سره یې د محصلینو د ظرفیت لوړنې په موخه  د مرستې څو هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۲
Background image

د ديني_ اصلاحي درسونو لړۍ پیل شوه

د درسونو دا لړۍ چې په سمستر کې دوه ځل ترسره کېږي، د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت لخوا پيل شوه، لس ورځې به دوام وکړي چې د معتبرو شیوخو کرامو له لوري به پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۳۹
Background image

د متقاعد استادانو ستاینغونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون زراعت پوهنځي د خپلو متقاعدو استادانو د ارزښتناکو خدمتونو او کړنو په پار ستاینغونډه ترسره کړه.

په دې غونډه کې د متقاعدو استادانو پر علمي فعالیتونو او لاسته راوړنو رڼا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۱۰
Background image

د چاپېریال ساتنې هڅوونکی فعالیت ترسره شو

د چاپيريال ساتنې په برخه کې د ديني او اخلاقي مسؤولیتونو د لا ښه ترسراوي په موخه، د کابل پوهنتون محصلینو په رضاکارانه ډول د پوهنتون دننه د چاپېریال ساتنې هڅوونکی فعاليت ترسره کړ او د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: