د کابل پوهنتون په انګړ کې د کابل ښاروال، د کابل پوهنتون رییس او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس په حضور سره د نیالګیو ملي کمپاین پیل شو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۱۲:۲
kukuk

د کابل ښاروال داوود سلطانزوی، د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس شاه زمان میوندي په داسې کال کې، چې د کابل ښاروالي مرستیال او کارکوونکو، د کابل پوهنتون پوهنځیو رییسانو او یو شمېر استادانو په ګډون د کابل پوهنتون په ښکلي انګړ کې د نیالګیو ایښودو ملي کمپاین د یو شمېر نیالګيو په ايښودلو سره پیل کړ.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري، د کابل ښاروال ښاغلي داوود سلطانزوی او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس شاه زمان میوندي د دې کمپاین د پرانیستي په مراسمو کې، چې د کابل پوهنتون په زرغونه او ښکلې سیمه کې جوړ شوي وو خبرې وکړې او هر یو د چاپېریال په ساتنې او ښکلا، د هوا پاکوالي او د یو ښار ښکلي کولو کې د نیالګیو په ایښودو تاکید وکړ. دوی په خپلو خبرو کې د برنامې له ګډون کوونکو او له هیوادوالو څخه وغوښتل تر څو له دې ملي کمپاین سره یو ځای شي او هر یو د يوه نیالګي په ايښودلو سره د ښار او هیواد په ښکلا کې خپل رول ولوبوي.

دا په داسې کال کې ده، چې په تېرو ورځو کې د کابل پوهنتون رهبري او سرسبزي کارمندانو له لوري د کابل پوهنتون په شنه سیمه کې د نیالګیو ايښودو ملي کمپاین څخه ملاتړ او پسرلي ته د ښه راغلاست په موخه ۱۰۰۰ نیالګي کيښودل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د طبیعي علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه پرلیکه شوه

د کابل پوهنتون د مجلو او ژورنالونو آمریت ویاړي چې د طبیعي علومو نړیوال ژورنال (Journal of Natural Science Review) د ۲۰۲۵م کال درېیمه ګڼه يې پرلیکه کړه.

په دې ګڼه کې د کورنیو او بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۱:۱۸
Background image

اداري کارکوونکو ته ديني-علمي سیمنار دایر شو

د کابل پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته يو ورځنی ديني-علمي سيمينار ترسره شو. په دې سیمینار کې د وظيفې اړوند ديني او اداري مسؤوليتونو موضوع باندې بېلابېلو ويناوالو مفصلې ويناوې وکړې.

په. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: